انګریزلومړۍوزیرې دچټی تورونو په تکرارولو سره روسیه سخته وګواښله
دانګلستان حکومت مدعی دی ، روسیه په برتانیا کې د روسیې دپخوانی جاسوس سرګئ سکریپل د مسموم کولو مسئوله ده او په همدې چوکاټ کې ئې د ماسکو په ضد سخت اقدامات غوره کړی دی .
دانګریز حکومت یوه انټرنیټی سایټ راپورورکړی ، انګریز لومړی وزیرې ترزامی دبشری حقوقو دخلاف ورزیو او همداراز د بریتانوی ښاریزو دامنیت دګواښلو په باب د روسیې په ضد د چټی تورونو په تکرارولو سره د هیواد په داخل او بهر کې له غلیمانه فعالیتونو سره دمقابلې او د روسیې د شتمنیو د تړلو په څیر په اقداماتو سره ، د روسیې دحکومت د سزا کولو لپاره د جدی فیصلو خبر ورکړ.
دا په داسې حال کې دی ، چې د روسیې دفیډریشن د شورا مشر والنتینا ماتوینکو له دې مخکې وئیلی ، د انګریزانو لمسونکی ا قدامات د روسیې د ولسمشرۍ د انتخاباتو په خاطر دی . ټاکل شوې ده ، د روسیې دولسمشرۍ انتخابات د روان مارچ میاشت په اتلسمه نیټه ترسره شی .
د روسیې دفیډریشن دشورا مشر همداراز وئیلی دی ، د بریتانیائی حکومت بې شرمه اولمسونکی ا قدام ، په کمزوری سناریو سره لیکل شوی او د روسیې دولسمشرۍ د انتخاباتو درانزدیکیدا له امله او نړیوالې ټولنې ته د دغه هیواد منفی ا نځور د وړاندې کولو په موخې سره شوی دی .
دانګلستان حکومت مدعی دی ، روسیه په برتانیا کې د روسیې دپخوانی جاسوس سرګئ سکریپل د مسموم کولو مسئوله ده او په همدې چوکاټ کې ئې د ماسکو په ضد سخت اقدامات غوره کړی دی .