مطبوعاتو ته کتنه
https://parstoday.ir/ps/news/world-i67481-مطبوعاتو_ته_کتنه
د تهران چاپ د آرمان ورځپاڼی د بهرنیو خبرونو په یو سرټکی کی لیکل شوی:« ټرمپ؛ د پمپئو په وسیله هم نشی کولای له جامع اټمی موافقې(برجام) څخه ووځی».
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 15, 2018 10:38 Asia/Kabul
  • مطبوعاتو ته کتنه

د تهران چاپ د آرمان ورځپاڼی د بهرنیو خبرونو په یو سرټکی کی لیکل شوی:« ټرمپ؛ د پمپئو په وسیله هم نشی کولای له جامع اټمی موافقې(برجام) څخه ووځی».

که څه هم د ډونالډ ټرمپ له قوله؛ د«رکس ټیلرسن» د لیری کولو دلیل، د برجام په سر له هغه سره د نظر اختلاف ؤ، خو د ایران په باره کی د امریکی بهرنئ سیاست، داسی یوه مسئله نه ده چی د یاد هیواد د ډیپلماسۍ په ارګان کی د هغې په هکله فیصله وشی،

بلکه پدې اړه سترګی پنتاګون ته نیولی شوې، او خارجه وزارت یواځی د دغو سیاستونو اجرا کونکئ دئ.

د امریکی ؤلس مشر«ډونالډ ټرمپ» د سه شنبی په ورځ، په یو ټویټری اقدام کی، د امریکی خارجه وزیر«رکس ټیلرسن» له کاره لیری کړ، او د سی؛آی؛ای رئیس«مایک پمپئو» یی د هغه پر ځای وټاکه.

د امریکی ؤلس مشر؛ د خپل خارجه وزیر له لیری کولو څخه څو شیبی وروسته، د خبریالانو په ټول کی د ایران د اټمی  موافقې په هکله  اختلاف، له سپینی ماڼۍ څخه د ټیلرسن د ایستلو یو اصلی دلیل وباله. ټرمپ؛ زیاته کړه: موږ د ایران د اټمی موافقې په شان د مختلفو مسایلو په هکله د نظر اختلاف درلودلئ دئ. ما اعلان کړئ؛ چی دغه موافقه له فاجعې ډکه ده، خو هغه فکر کاوه چی دغه موافغه مشکل نه لری. ما غوښتل چی برجام لغوه یا هغه اصلاح کړم، مګر هغه پدې اړه بل ډول فکر او نظر درلود. ځکه نو زموږ نظرېی یو شانته نه وې، خو د پمپئو په شتون سره به ټول مسایل په ښه توګه پرمخ لاړ شی، او زموږ نظریی سره نږدی دی.

******

د تهران چاپ د اعتماد ورځپاڼی په یو سرلیک کی لولو:« د لندن- مسکو  په اړیکو کی لانجه زیاته شوه »

تر دغه سرټکی لاندی په تحلیلی راپور کی راغلی دی: مسکو او لندن؛ د سړې جګړې له وخت څخه تر اوسه پوری، د خپلو اړیکو ډیرې ترخې دورې ته ګام ایږدی. د بریتانیې صدراعظمی، پرون چهار شنبه، رسماً روسیه؛ د « متحده پاچاهۍ په خلاف له غیر قانونی خشونت څخه په استفادې» تورنه کړه. د بریتانیی په سالزبری ښار کی د روسیې د یو پخوانی جاسوس مسموم کیدل، د مسکو په خلاف د لندن د تند لفظی جنګ لپاره په یوې پلمی بدل شوی دی. د مسکو لپاره د بریتانیی د صدراعظمی د یو اړخیز الټیماټم له پایته رسیدو وروسته، لندن په لوړه کچه له مسکو سره د ټولو ډیپلماټیکو اړیکو د پری کیدو؛ د روسیی د یو شمیر ډیپلماټانو د ایستلو، او د دغه اقدام په هکله د امنیت شورا د غونډې د جوړیدو د غوښتنی په شمول، یو لړ سخت اقدامات، د روسیې په ضد غوره کړی دی.

د چهار شنبی په مازدیګر، د بریتانیی لمړۍ وزیری«ټرزامی» اعلان وکړ؛ چی د روسیی ۲۳ ډیپلماټان د بریتانیی له خاوری څخه باسی، د روسیې خارجه وزیر ته بلنه، او له روسیی سره

ټولی د لوړې کچې اړیکی بندوی. د بریتانیی له خوا دغه ټول اقدامات پداسی شرایطو کی بڼه نیسی چی، د روسیې دولت؛ په سالزبری ښار کی د«سرګئی اسکریپال» او د هغه د لور په خلاف، په ناوړه قصد کی لاس لرل رد کړی دی. د روسیی خارجه وزیر ټینګار کړئ، چی بریتانیی؛ په روسیی باندی د اړولو   تورونو په هکله، هیڅ مدرک وړاندی کړئ نه دئ، او روسیه؛ د دغه هیواد د پخوانی جاسوس او د هغه د لور په ضد، په ناوړه قصد کی د لاس لرلو تورونو ته د ځواب ویلو او څیړلو لپاره، هیڅ لاره نه لری.

د بریتانیی دولت؛ د روسیی ۲۳ ډیپلماټانو ته یوه اونۍ فرصت ورکړئ، چی له بریتانیی څخه ووځی.

******* 

د تهران چاپ د اطلاعات ورځپاڼی د نړیوالو خبرونو په یو راپور کی راغلی دی:« د کانګرس د ودانۍ په وړاندی د بوټونو په ایښودلو سره؛ په امریکا کی د وسله والو تاوتریخوالو په ضد، سمبولیک اعتراض ».

یوې امریکایی فعالی ډلې، په یو سمبولیک اقدام کی، د  کانګرس ودانۍ په شاوخوا چمن کی، ۷۰۰۰ جوړې بوټونه؛ د وسله والو تاوتریخجنو اقداماتو په اعتراض کی، ننداری ته کښیښودل. دغې امریکایی فعالی ډلې په یوې بیانیه کی ولیکل: د یادې ډلې غړیو؛ ۷۰۰۰ جوړی بوټان، د دغه سمبولیک اقدام لپاره راټول کړی دی، ترڅو د وسله والو تاوتریخوالو ستره خواشینې، د کانګرس ودانۍ په وړاندی راولی. د دغو بوټونو هر یوه، د هغو ماشومانو نماینده او سمبول دئ، چی له  ۲۰۱۲ کال راهیسی، په سندی هاوک کی د خونړۍ وژلی راهیسی، د امریکی د ښوونځیو په ډزو کی وژل شوی دی.

*******

اوس هم د افغانستان د وروستیو بدلونونو په هکله، د بهرنیو ورځپاڼو ځینو مطالبو ته لنډه کتنه کوؤ:

یو شمېر لوېدیځو رسنیو کابل ته د امریکا د دفاع وزیر سفر ته کتلی دی.

واشنګټن پوسټ

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې لیکلی، افغانستان ته د جېمز مټېس سفر او له افغان او امریکایی چارواکو سره‌یې لیدنه د نظامی اړخ ارزونه او له افغان حکومت سره سولې ته د طالبانو هڅول وو.

د ورځپاڼې په وینا دا څو ورځنی سفر وروسته له هغه دی، چې افغان ولسمشر طالبانو ته له قید او شرط پرته د سولې د مذاکراتو وړاندیز وکړ.

واشنګټن پوسټ د امریکا د دفاع وزیر د څرګندونو پر دې ټکو تمرکز کړی چې ویلی یې دی، افغانستان به راتلونکو څو کلونو کې د امریکا ملاتړ ته اړتیا ولری، خو د ده په باور که نور پرمختګونه وشی، ملاتړ کمېدای شی.

ورځپاڼې د امریکا په پوځ کې د یوه لوړپوړی نظامی جنرال مایکل فېنزیل څرګندونې لیکلی چې وایی، نړیوال ائتلاف په ټول افغانستان کې نښې وینی چې سولې ته یی لېوالتیا زیاده شوې ده.

د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا د نوې ستراتېژۍ تر اعلان وروسته، دا افغانستان ته د دفاع وزیر دوهم سفر دی.

د واشنګټن پوسټ په لیکنه، جېمز مټېس له هغو سلاکارانو څخه وو چې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ ته ‌یې ویلی، نه‌یوازې په افغانستان کې د جنګی حضور په اړه فکر وکړی، بلکه هوایی عملیات هم زیات کړی.

وال سټریټ ژورنال

وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې افغانستان ته د امریکا د دفاع وزیر د سفر په اړه لیکلی، جېمز مټېس په داسې حال کې کابل ته تللی چې په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو په شمېر کې ۳۵۰۰ امریکایی سرتېری زیات شوی دی او هغوی د داعش او طالبانو پر وړاندې د جګړې فصل ته تیاری نیسی.

ورځپاڼې د مټېس دې خبرې ته توجه کړې چې وایی، اوس مهال په افغانستان کې یوازې پر سولې او ثبات تمرکز کوی.

د وال سټریټ ژورنال په لیکنه کې اشاره شوې چې جېمز مټېس افغانستان ته د سفر پر مهال ارزونه کوی چې پاکستان د امریکا د نوې ستراتېژۍ تر اعلان وروسته څه کارونه کړی دی؟

د مټېس په وینا، د سخت دریځو پر وړاندې د پاکستان د عملیاتو یوه برخه، پخوا او اوس مهال اغېزمنه ثابته شوې ده.

وال سټریټ ژورنال لیکلی چې جېمز مټېس د امریکا د دفاع وزیر په توګه له هغو کسانو څخه وو چې د پاکستان پر وړاندې د ډونالد ټرمپ د ادارې؛ له سخت دریځ وروسته ‌یې د نرمۍ غوښتنه کړې وه چې اسلاماباد د ترورېزم پر وړاندې په مبارزه کې عملی اقدامات وکړی.