فیسبوک د مسلمانانو پرضد د نفرت دپراخولو مسول دی
-
فیسبوک پاڼه بیا دلبنان دحزب الله غورځنګ په پاڼو بندیز لګوي او دهغوې د مطالبو د خپریدا مخه نیسي دې ته وايي دامریکا د بیان ازادۍ .
ایرنا خبری اژانس راپور راکړی د بشری حقوقو په چارو کښې د ملګروملتونو د حقیقت معلومونکی کمیټۍ پرون وویل فیسبوک(Facebook) اینټرنیټ سایټ په میانمار کښې د روهینګیا د مسلمانانو پرضد د تاوتریخوالی او دنفرت په زیاتولو کښې اساسی رول لوبولی دی .
په میانمار کښې د ملګروملتونو د حقیقت معلومونکی کمیټۍ سیکرټر مارزوکی ډاروسمین (Marzuki Darusman) وویل په میانمار کښې فیسبوک اینټرنیټ سایټ په یوه(۱) هیولا بدل شوی دی چې څه دپاسه اوه لکه روهینګیایی مسلمانان یې له حتمی مرګ سره مخ کړی دی .
په میانمار کښې دملګروملتونو کارپیژاندی یانګی لی (Yanghee Lee) هم په دې خبرې سره چی فیسبوک پاڼه په میانمار کښې د عمومی اودخصوصی ژوند یوه مهمه برخه ده او حکومت له دغه اینټرنیټ پاڼې خلکو ته د اطلاعاتو د رسولولپاره استفاده کوی وویل په میانمار کښې سرزوری بودایی ډلې په فیسبوک کښې خپلې ځانګړی پاڼې لری او له هغو د هیواد روهینګیا مسلمانانو او دنورو لږکیو پرضد د نفرت او د تاوتریخوالی د خپرولو کار اخلی .
حاضردمه په فیسبوک کښې داسې ډیر اسلام ضد او سرزوری ډلې شته چې دمسلمانانو پرضد دنفرت او د ویرې له رامینځته کولو پرته بل کار نلری خو فیسبوک له دغو ډلو او دهغوې له پاڼو سره هیڅ مشکل نلری .
دغه ډلې دمسلمانانو دوژلو او دهغوې دځپلو ملاتړ کوی .
خو فیسبوک پاڼه بیا دلبنان دحزب الله غورځنګ په پاڼو بندیز لګوی او دهغوې د مطالبو د خپریدا مخه نیسی دې ته وایی دامریکا د بیان ازادۍ .