دسوریې پوځ د غوطه شرقی دوې نورې سیمې ازادې کړې
-
دسوریې پوځ ټینګار کړی دی چې په غوطه شرقي کښې د دوو(۲) امن لارو په رامینځته کولوسره د زرګونو خلکو د وتلو لپاره لاره برابره کړي ده .
زمونږخبریال وایی د سورې پوځ د خپلومتحدانو په ملګرتیا سره په «غوطه شرقی» کښې ددوو (۲)نورو مهمو سیمو کنټرول په لاس کښې واخیست .
دسوریې پوځ د غوطه شرقی په ستراتیژیکه سیمه کښې دخپلو بریالیتوبونو په دوام کښې پرون مازیګر «سقبا »او « کفربطنا »سیمې دوسله والو ترهګرو له نیواک څخه ازادې کړې .
په لندن کښې دیره د سوریې دحکومت مخالفانوته اړونده د بشری حقونو څارونکی مرکز وویل د سوریې عسکرو له ترهګرو سره له سختګ جنګ وروسته په غوطه شرقی کښې د سقبا او کفربطنا سیمو کنټرول په لاس کښې واخیست .
دسوریې پوځ په ریف دمشق کښې د غوطه شرقی پینځه اویا(۷۵) فیصده سیمې ازادې کړې دی او په بیلابیلو سیمو کښې د پرمختګ په حال کښې دی .
دسوریې پوځ ټینګار کړی دی چې په غوطه شرقی کښې د زرګونو خلکو د وتلو لپاره یي دوي امن لاري برابري کړي دي خو ترهګر له خلکو د انسانی ډال په توګه استفاده کوی .
له ترهګرو ډلو د غوطه شرقی سیمې چې په دمشق ښار کښې د ناامنۍ اصلی سرچینه ده د پاکولو لپاره دپوځ عملیات د فرورۍ دمیاشتې له پینځویشتمې (۲۵)نیټې راهسې پیل شوی او اخری مرحلوته نږدی کیږی .