د شمالی کوریا او دسویدڼ خبرې پاې ته ورسیدلې
-
دامریکا دولسمشر ټرمب په جنګ غواړي کړچار سره د شمالي کوریا او دامریکا ترمینځ تاوتریخوالی زیات شوی دی .
زمونږ خبریال وایی د شمالی کوریا او د سویډن دبهرنیو چارو وزیرانو پرون د کوریا د ټاپووزمې دامنیتی حالت او دشمالی کوریا دمشر« کیم جونګ اون» او د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د کتنې لپاره د زمینې د چمتوکولو په اړه خپلې خبرې پاې ته ورسولې .
د شمالی کوریا خارجه وزیر ری یونګ هو(RI Yong-Ho) په تیرې پنجشنبې ورځ د سویډن د باندنیو چارو له وزیر مارګورت والسټروم (Margot Wallstrom)سره د خبرو لپاره اسټکهلم ته رسیدلی وو .
د سویډن خارجه وزارت د شمالی کوریا او دخپل هیواد د بهرنیو چارو دوزیرانو د خبرو له ختمیدا وروسته په یوې(۱) بیانیې کښې وویل په دغو خبرو کښې دکوریا دټاپووزمې د کړکیچ د حل لپاره د ډیپلوماټیکو هڅو دوام ته د اړونده چیلنجونو او د دواړوهیوادونو د اړیکو دپراختیا د څرنګوالی په اړه غور وشو .
سویډن داسې یو(۱) هیواد دی چې د شمالی کوریا دمشر« کیم جونګ اون »او د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د کتنې داحتمالی ځاې په توګه په نظر کښې نیول شوی دی .
دامریکا دولسمشر ټرمب په جنګ غواړی کړچار سره د شمالی کوریا او دامریکا ترمینځ تاوتریخوالی زیات شوی دی او ټرمپ په ځلونو شمالی کوریا ته دپوځی حملې ګواښ کړی دی .