د شمالی کوریا او دسویدڼ خبرې پاې ته ورسیدلې
https://parstoday.ir/ps/news/world-i67641-د_شمالی_کوریا_او_دسویدڼ_خبرې_پاې_ته_ورسیدلې
زمونږ خبریال وایی د شمالی کوریا او د سویډن دبهرنیو چارو وزیرانو پرون د کوریا د ټاپووزمې دامنیتی حالت او دشمالی کوریا دمشر« کیم جونګ اون» او د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د کتنې لپاره د زمینې د چمتوکولو په اړه خپلې خبرې پاې ته ورسولې .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 18, 2018 02:19 Asia/Kabul
  • دامریکا دولسمشر ټرمب په جنګ غواړي کړچار سره د شمالي کوریا او  دامریکا ترمینځ تاوتریخوالی زیات شوی دی .
    دامریکا دولسمشر ټرمب په جنګ غواړي کړچار سره د شمالي کوریا او دامریکا ترمینځ تاوتریخوالی زیات شوی دی .

زمونږ خبریال وایی د شمالی کوریا او د سویډن دبهرنیو چارو وزیرانو پرون د کوریا د ټاپووزمې دامنیتی حالت او دشمالی کوریا دمشر« کیم جونګ اون» او د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د کتنې لپاره د زمینې د چمتوکولو په اړه خپلې خبرې پاې ته ورسولې .

د شمالی کوریا خارجه وزیر ری یونګ هو(RI Yong-Ho) په تیرې پنجشنبې ورځ د سویډن د باندنیو چارو له وزیر مارګورت والسټروم (Margot Wallstrom)سره د خبرو لپاره اسټکهلم ته رسیدلی وو .

د سویډن خارجه وزارت د شمالی کوریا او دخپل هیواد د بهرنیو چارو دوزیرانو د خبرو له ختمیدا وروسته په یوې(۱) بیانیې کښې  وویل په دغو خبرو کښې دکوریا دټاپووزمې د کړکیچ د حل لپاره د ډیپلوماټیکو هڅو  دوام ته د اړونده چیلنجونو او د دواړوهیوادونو د اړیکو دپراختیا د څرنګوالی په اړه غور وشو .

سویډن داسې  یو(۱) هیواد دی چې د شمالی کوریا دمشر« کیم جونګ اون »او د  امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د کتنې داحتمالی ځاې په توګه په نظر کښې نیول شوی دی .

دامریکا دولسمشر ټرمب په جنګ غواړی کړچار سره د شمالی کوریا او  دامریکا ترمینځ تاوتریخوالی زیات شوی دی او ټرمپ په ځلونو شمالی کوریا ته دپوځی حملې ګواښ کړی دی .