روسیه د بریتانیا درویشت ډیپلوماټان وباسی
Mar 18, 2018 02:34 Asia/Kabul
-
د روسیې خارجه وزارت دغه راز په هیواد کښې دبریټیش کونسل ټول فعالیتونه بند کړل .
زمونږ خبریال وایی روسیې په یوه(۱) ځوابی اقدام کښې د بریټیش کونسل(British Council) ټول فعالیتونه بند کړل او دلندن درویشت(۲۳) ډیپلوماټان به هم له هیواد څخه وباسی .
انګلستان هم څو ورځې مخکې د روسیې درویشت (۲۳) ډیپلوماټان له هیواد څخه ایستلی وو .
د انګلستان او د روسیې ترمینځ اختلافات دیوه(۱) دوه اړخیزه جاسوس او دهغې لور ته دزهر د ورکولو په وجه زیات شوی دی .
د روسیې خارجه وزارت پرون دانګلستان سفیر احضار کړ او له لندن څخه د روسیې د درویشت(۲۳) ډیپلوماټانو له ایستل کیدا وروسته یې هغه دماسکو له ځوابی اقدام څخه خبر کړ .
د روسیې خارجه وزارت دغه راز په هیواد کښې دبریټیش کونسل ټول فعالیتونه بند کړل او زیاته یې کړه ماسکو به په سین پیټرزبورګ کښې د انګلستان کنسولګرۍ هم بند کړی .