روسیه د بریتانیا درویشت ډیپلوماټان وباسی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i67643-روسیه_د_بریتانیا_درویشت_ډیپلوماټان_وباسی
زمونږ خبریال وایی روسیې په یوه(۱) ځوابی اقدام کښې د بریټیش کونسل(British Council) ټول فعالیتونه بند کړل او دلندن درویشت(۲۳) ډیپلوماټان به هم له هیواد څخه وباسی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 18, 2018 02:34 Asia/Kabul
  • د روسیې خارجه وزارت دغه راز په هیواد کښې دبریټیش کونسل ټول فعالیتونه بند کړل .
    د روسیې خارجه وزارت دغه راز په هیواد کښې دبریټیش کونسل ټول فعالیتونه بند کړل .

زمونږ خبریال وایی روسیې په یوه(۱) ځوابی اقدام کښې د بریټیش کونسل(British Council) ټول فعالیتونه بند کړل او دلندن درویشت(۲۳) ډیپلوماټان به هم له هیواد څخه وباسی .

انګلستان هم څو ورځې مخکې د روسیې درویشت (۲۳) ډیپلوماټان له هیواد څخه ایستلی وو .

د انګلستان او د روسیې ترمینځ اختلافات دیوه(۱) دوه اړخیزه جاسوس او  دهغې لور ته دزهر د ورکولو په وجه زیات شوی دی .

د روسیې خارجه وزارت پرون دانګلستان سفیر احضار کړ او  له لندن څخه د روسیې د درویشت(۲۳) ډیپلوماټانو له ایستل کیدا وروسته یې هغه دماسکو له ځوابی اقدام څخه خبر کړ .

د روسیې خارجه وزارت دغه راز په هیواد کښې دبریټیش کونسل ټول فعالیتونه بند کړل او زیاته یې کړه ماسکو به په سین پیټرزبورګ کښې د انګلستان کنسولګرۍ هم بند کړی .