دامریکا څو سیناتورانو د منافقینو ډلګۍ ملاتړ وکړ
-
منافقینو ته اړونده د نافرمانۍ مرکزونو دایران په ځینو ښارونو کښې په وروستیو ناکراریو کښې مهم رول ولوبوه .
فارس خبری اژانس وایی دامریکا دمشرانو جرګې سینا(Senate) څو غړیو د منافقینو دترهګرۍ ډلګۍ په ټول کښې له دغه ډلګۍ سره د ډیرو مرستو خبر ورکړ او له ولسی جرګې کانګرس او حکومت یې وغوښتل دایران داسلامی جمهوریت د حکومت پرضد خپلې هڅې زیاتې کړی .
دامریکا دمشرانو جرګې سینا غړیو یعنی د ریپیلیکن ګوند سناتور جان بوزمین(John Boozman) او د ډیموکراټ ګوند سناتور بین کارډین(Ben Cardin) څو ورځې مخکې د مشرانو جرګې په یوې(۱) ودانۍ کښې د منافقینو ترهګرۍ ډلګۍ ته اړونده کسانو ته وینا وکړه .
د امریکا د میری لینډ ایالت وسیدونکی سناتور کارډین(Ben Cardin) په خپلې وینا کښې دایر ان داسلامی جمهوریت پرضد د ستراتیژیک پروګرام خبره وکړه او ویې ویل د مشرانو جرګې دبهرنیواړیکو په کمیټۍ کښې زما غړیتوب ماته دغه امکان راکوی چې دبشری حقوقو له حربې څخه په ایران دباو راوړم .
دامریکا پخوانی سناتور او دمنافقینو ډلګۍ یوه (۱)ملاتړی جولیبرمین(Joe Lieberman) هم دایران په ځینو ښارونو کښې څو میاشتې مخکې بلواو کښې د منافقینو ډلګۍ رول ته په اشارې سره ادعا وکړه اوس دامریکا دحکومت او ولسی جرګې کانګرس لپاره ښه فرصت رامینځته شوی دی چې د ایران دحکومت دبدلولو لپاره کوشش وکړی .
د منافقینو دترهګرۍ ډلګۍ مشرې «مریم رجوی» څه موده مخکې دعربستان له «عکاظ » ورځپاڼې سره په مرکه کښې ویلی وو منافقینو ته اړونده د نافرمانۍ مرکزونو دایران په ځینو ښارونو کښې په وروستیو ناکراریو کښې مهم رول ولوبوه .