مطبوعاتو ته کتنه
https://parstoday.ir/ps/news/world-i67683-مطبوعاتو_ته_کتنه
د تهران چاپ د آرمان امروز په ورځپاڼه کی د اټمی جامع پروګرام (برجام) د لغوه کولو لپاره، د امریکی د یو کلنې هڅې په باره کی یو تحلیلی راپور لیکل شوئ، چی ځینی برخی یی را اخلو:
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 18, 2018 13:17 Asia/Kabul
  • مطبوعاتو ته کتنه

د تهران چاپ د آرمان امروز په ورځپاڼه کی د اټمی جامع پروګرام (برجام) د لغوه کولو لپاره، د امریکی د یو کلنې هڅې په باره کی یو تحلیلی راپور لیکل شوئ، چی ځینی برخی یی را اخلو:

 امریکا له هماغه پیل څخه پوهیده؛ چی د اصلاح یا د اړخنی موافقې د اضافه کولو لپاره د اټمی جامع پروګرام(برجام) یو ځل بیا پرانیستل، نا شونی دی. همداراز په یو اړخیزه توګه له برجام څخه وتل داسی یو اقدام دئ؛ چی زیان یی پخپله هغوی ته ور ګرځی. د امریکی ؤلس مشر«ټرمپ» ته د دغې مسئلې پوهول، که څه هم

د اروپائیانو لپاره له سختۍ او د ډیپلماټیکو تګ راتګونو له سیاسی لګښت سره مل ؤو؛ خو داسی بریښی چی هغوی په پای کی وتوانیدل، هغه په برجام کی پاتی کیدو ته راضی کړی. خو د دی سره سره، د صهیونیسټانو او سعودیانو لابی، په تیرو دؤو کلونو کی، د ایران لپاره د برجام د اجرا کیدو د ګټو او امتیازونو د نه عملی کیدو له عواملو، او همداراز د ایران په خلاف د اقدام کولو لپاره د ټرمپ د هڅولو له اصلی لاملونو څخه ؤو. له دې کبله د امریکی ؤلس مشر، د برجام په چوکاټ کی د ایران په هکله د خپل هیواد د بایکاټونو د یوې برخې د ځنډولو مودې د تمدیدولو، په څلرمه دوره کی اعلان وکړ؛ چی نور نو دغه موده نه تمدیدوی، او د دویم ځلې لپاره یی، له هیڅ فنی دلیل پرته په برجام د ایران د پابندۍ له تائیدولو څخه ډډه وکړه.

*******

د تهران چاپ د اعتماد ورځپاڼی په یو سرلیک کی لولو:« مسکو د بریتانیی ۲۳ ډیپلماټان د روسیی له خاورې څخه وایستل » او « آیا د پوتین د ؤلس مشرۍ څلرمه دوره به، د یوی نوې سړې جګړې پیلامه وی؟»

مسکو؛ د دغه هیواد د ؤلس مشرۍ انتخاباتو ته په یوې پاتی ورځ

کی، د لندن په خلاف غچ اخیستونکی اقدامات اعلان کړل، داسی اقدامات چی د رویټرز په لیکنه؛ د انتظار له حد څخه ډیر زیات ؤو. د روسیی خارجه وزارت د یوې بیانیی په خپرولو سره، د روسیی له خاورې څخه  د ۲۳ ؤ بریتانوی ډیپلماټانو د وتلو لپاره، د یوې اونۍ الټیماټم په ټاکلو سره، اعلان وکړ؛ په روسیه کی به د «بریتیش کانسیل» مؤسسې کلتوری فعالیتونه، کاملاً بند شی، او په سن پټرزبورګ کی د بریتانیی د کنسولګرۍ د بیا پرانیستلو لپاره موافقه، ځنډوله کیږی. د روسیې د خارجه وزارت په بیانیه کی دغه اقدامات؛ د بریتانیی د لمسونکو اقداماتو او بی اساسو تور لګونو په عکس العمل کی اعلان شوی دی. پدغه بیانیه کی راغلی دی؛ که بریتانیا نور غیر دوستانه ګامونه اوچت کړی؛ باید د مسکو له خوا د لاسختو اقداماتو په انتظار کی وی.

******* 

د تهران چاپ د اطلاعات په ورځپاڼه کی د فایننشیل ټایمز انګلیسی ورځپاڼی له قوله لیکل شوی دی: عربستان؛ د یمن جګړې لپاره ۱۲۰ میلیارد ډالره لګولی دی.

فایننشیل ټایمز په دې اړه لیکلی دی: د« بن سلمان » بهرنی سیاست؛ له یو شمیر ماجرا غوښتنو سره مل ؤ، چی شاید د هغو

ډیر څرګند مورد، د یمن جګړه وی؛ داسی جګړه چی ریاض له دریو کلونو وروسته، تر اوسه لا خپلو هدفونو ته نه دئ رسیدلئ، او سربیره پردې یی د زرګونو غیر پوځی یمنیانو لپاره، ډیر د سر او مال زیانونه رامنځته کړی دی. د یادې ورځپاڼی د راپور په اساس، د یمن په خلاف د سعودیانو جګړه،  د میلیونونو کسانو د بی چاره کیدو او لوږی، او پدی هیواد کی د«وبا» او«دیفتری» وژونکو ناروغیو د خوریدو سبب شوې، او پر دې سربیره یی د عربستان په اقتصاد باندی ۱۲۰ میلیارد ډالریز لګښتونه تپلی دی.

پدی حال کی؛ د لبنان د حزب الله د مرکزی شورا غړی، شیخ«نبیل قاووق» د عربستان د ولیعهد د ایرانی ضد څرګندونو په عکس العمل کی اعلان وکړ: د یمنی ښځو او ماشومانو په خلاف د جنایتونو عامل؛ چی پدی هیواد کی یی د وینی ویالی بهولی دی؛ هماغه د زمانی هیټلر«بن سلمان» دئ، نه  ایران؛ چی له عراق او سوریی سره یی د داعش په مقابله کی مرسته کړې ده.

*******

اوس هم د کابل ورځپاڼو ته لنډه کوؤ؛ چی د دغه هیواد د وروستیو حالاتو په هکله یی څه لیکنی کړی دی:

په کابل کې خپرېدونکو ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې تر ډېره کابل ته د پاکستان د ملی امنیت د سلاکار پر سفر او له افغان مشرانو سره دده پر لیدنو کتنو بېلابېلې لیکنې کړې دی.

ملی ارمان:

ملی ارمان ورځپاڼې د خپل لومړی مخ غټ سرلیک له ولسمشر اشرف غنی سره د پاکستان د ملی امنیت د سلاکار لیدنې ته ځانګړی کړی او لیکلی یې دی چې په دې لیدنه کې د افغان حکومت د سولې د وړاندیز او له پاکستان سره د خبرو اترو د پیل د څرنګوالی په اړه خبرې شوې دی.

ورځپاڼې د ولسمشر د یوه ویاند په حواله دا هم لیکلی دی چې په دې لیدنه کې له ترورېزم او جرمی اقتصاد سره د مبارزې په څرنګوالی هم خبرې شوې دی.

د ورځپاڼې په وینا، د پاکستان د ملی امنیت له سلاکار سره داسې مهال د ترورېزم په وړاندې د مبارزی په څرنګوالی خبرې کېږی چې پاکستان اوس مهال د نړیوالې ټولنې او په تېره بیا د امریکا تر فشار لاندې دی او پر اسلام اباد تور لګېدلی چې د ترورېستی ډلو او طالبانو ملاتړ کوی.

ورځپاڼې د سیاسی چارو د کتونکو په حواله لیکلی دی چې پاکستان هڅه کوی چې په دا ډول تګ راتګ سره داسې وښیی چې ګواکی دغه هېواد له طالبانو سره د افغان حکومت د خبرو پلوی کوی، حال دا چې د ورځپاڼې په وینا، د پاکستان پوځیان د پخوا په څېر له ترهګرو ملاتړ کوی.

ویسا:

ویسا ورځپاڼې بیا لیکلی دی چې ولسمشر اشرف غنی د پاکستان د ملی امنیت له سلاکار ناصر جنجوعه سره د لیدنې په مهال د پاکستان صدراعظم ته د کابل د سفر رسمی بلنه ورکړه.

ورځپاڼه د ارګ ماڼۍ د یوه بیان په حواله لیکی چې په دې لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیمه ییز اتصال او سیمه ییزو همکاریو پر اهمیت او ګټو د بحث ترڅنګ، د جرمی اقتصاد او ترورېستی ډلو پر فعالیت او له هغو سره د مبارزی پر څرنګوالی هم خبرې وشوې.

ورځپاڼې لیکلی دی چې ناصر جنجوعه د خپل افغان سیال حنیف اتمر په بلنه، د یوی ورځې د سفر په هدف کابل ته راغلی و.

ورځپاڼې لیکلی دی چې د پاکستان د ملی امنیت د سلاکار دفتر هم د یوه بیان په خپرولو سره ویلی دی چې ددغه سفر اساسی هدف د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو ښه کول او د افغان حکومت د سولې د وړاندیز په اړه د همکاریو ډاډ ورکول وو.

 هېواد:

هېواد ورځپاڼې د جنجوعه څرګندونو ته په اشارې لیکلی دی، داسی بریښی چې پاکستان د امریکا د فشارونو په پایله کې اړ شوی چې په خپله تګلاره کې بدلون راولی، که څه هم پاکستان پخوا هم دا ډول تظاهر کړی، خو له دی وړاندی اسلام اباد هېڅ کله هم د امریکا له فشار سره نه وو مخامخ.

انیس:

انیس دولتی ورځپاڼې بیا لیکلی دی چې افغان حکومت هڅه کوی چې سیمه ییز تقابل په سیمه ییزې همکارۍ بدل کړی.

خو د ورځپاڼې په وینا، د افغان حکومت دا هڅه هله بریالۍ کېدای شی چې د چم ګاونډ هېوادونه له افغانستان سره د سولې په ټینګښت کې همکاری وکړی.

اوټ لوک او افغانستان ما:

اوټ لوک او افغانستان ما ورځپاڼو هم په خپلو لومړیو مخونو کې د ولسمشر اشرف غنی له خوا د پاکستان صدراعظم ته د کابل د رسمی سفر د بلنې په اړه لیکنې کړی دی.

دواړو ورځپاڼو لیکلی دی چې ددی بلنې اساسی هدف د دواړو هېوادونو ترمنځ د دولتونو په کچه د هر اړخیزو خبرو پیلول دی.