ترهګرو دسوریې په غوطه شرقی کښې ۳۵ کسان ووژل
-
دسوریې پوځ له اتلس(۱۸) ورځې جنګونو وروسته تراوسه په «غوطه شرقي» کښې دترهګرو له نیواک څخه اتی(۸۰)فیصده سیمې ازادې کړي دي .
ایرنا خبری اژانس په دمشق کښې دامنیتی سرچینو په قول وویل د پلازمینې دمشق په خوا کښې په «غوطه شرقی» سیمه کښې دماتی خوړلیو ترهګرو په بیګا شپې هوان حملې کښې کابو پینځه دیرش(۳۵) کسان مړه او په لسګونو نور ژوبل شول .
د روغتون سرچینو د ډیرو ژوبلو کسانو دحالت په مرګی حاله بللو سره د مړو کسانو دشمیر دزیاتیدا احتمال ورکړ .
په عین حال کې د سوریې یوه(۱) امنیتی چارواکی چې غوښتل نوم یې په ډاګه نشی وویل دمشق ته نږدې د جرمانا (Jaramana) سیمې په خوا کښې په یوه بازار دترهګرو ډلو دهوان په ډزو کښې پینځه دیرش(۳۵) کسان وژل شوی او درویشت(۲۳) نور ژوبل شوی دی .
هغه وویل ټول وژل شوی او ژوبل شوی کسان ملکی خلک دی .
دسورې چارواکو وویل ترهګرو دمشق په خوا کښې په« غوطه شرقی »او نورو سیمو کښې دجنګ په میدان کښې له ماتی خوړلو وروسته ترهګرو دخپلو جنایتونو لومړیتوب په ملکی خلکو حمله ګرځولی دی .
دسوریې پوځ له اتلس(۱۸) ورځې جنګونو وروسته تراوسه په «غوطه شرقی» کښې دترهګرو له نیواک څخه اتیا(۸۰)فیصده سیمې ازادې کړی دی او حکومتی عسکر په بیلابیلو سیمو کښې دپرمختګ په حال کښې دی