دحضرت امام هادی ع د شهادت په اړه تسلیت ومنئ
-
دادب او علم ګڼ شمیر لویان دهغه ګیرچاپیر راټول شول او دهغه له سترې پوهې یې ګټه پورته کړه .
زمونږخبریال وایی نن د چهارشنبې ورځ د ۱۴۳۹ هجری قمری کال د رجب دمیاشتې دریمه(۳) او د ۲۰۱۸ میلادی کال د مارچ د میاشتې یویشتمه(۲۱) نیټه ده چې د نړۍ د شیعه مسلمانانو دلسم(۱۰) امام حضرت علی النقی علیه السلام د شهادت له کلیزې سره سمون خوری .
حضرت امام علی النقی علیه السلام په ۲۱۲ هجری قمری کال کښې مدینې ښار ته نږدې وزیږید او دخپل ګران پلار حضرت امام جواد علیه السلام تر لارښوونو لاندې ورغی .
دحضرت امام علی النقی مشهور لقب هادی دی معنا یې هدایتونکی دی .
هغه حضرت د بیلابیلو عقیدتی ، فکری او یا ټولنیزو مسایلو په اړه د بحث لپاره بیلا بیلې غونډې جوړې کړې او پکښې مطرح شویو پوښتنو او شکونو ته ځوابونه وویل شول .
دادب او علم ګڼ شمیر لویان دحضرت امام علي نقي علیه السلام ګیرچاپیر راټول شول او دهغه له سترې پوهې یې ګټه پورته کړه .
د حضرت امام هادی علیه السلام پراخ علم او پوهې له یوې خوا او په خلکو کښې دهغه زیات محبوبیت له بلې خوا د عباسی واکمنانو کینه راپاروله او بالاخره په یوې(۱) دسیسې کښې یې حضرت امام هادی علیه السلام شهید کړ .
دایران داسلامی جمهوریت د راډیو او ټیلی ویژن اداره صداوسیما(IRIB)د حضرت امام علی النقی علیه السلام د شهادت دکلیزې په مناست د نړۍ ټولو مسلمانانو او نورو ازادی غواړ په تیره بیا تاسو ګرانو لوستونکو ته تسلیت وایی .