دامریکا ولسمشر دایران پرضد چټی څرګندونو ته دوام ورکړی
-
په یمن د سعودي عربستان په یرغل کښې تراوسه څه دپاسه څوارلس زره (۱۴۰۰۰)ملکي خلک وژل شوي .
فارس خبری اژانس وایی د امریکا ولسمشر «ډونالډ ټرمپ» پرون په سپینې مانۍ کښې د سعودی عربستان له ولی عهد محمد بن سلمان سره په کتنې کښې یوځل بیا دایران داسلامی جمهوریت پرضد ادعاګانې تکرار کړې .
ټرمپ په دغه کتنې کښې ادعا وکړه ایران له نړۍ او مینځنی ختیځ سره ښه سلوک او کړچار نه دی لرلی .
دامریکا ولسمشر ټرمپ دغه راز دوسلو هغو سترو تړونونو ته چې د امریکا او د سعودی عربستان د رژیم ترمینځ لاسلیک شوی دی اشاره وکړه او ویې واشنګټن په سعودی عربستان دنورو ډیرو وسلو خرڅولوته لیواله دی .
د سعودی عربستان ولی عهد محمد بن سلمان پرون د څوارلس (۱۴)ورځې سفر لپاره امریکا ته ورسید .
محمد بن سلمان د تیر میلادی کال(۲۰۱۷) د جون په یویشتمه(۲۱) نیټه د سعودی عربستان د ولی عهد په توګه واک ته له رسیدا وروسته دامریکا او داسرائیلو دګټو دتامینولو لپاره ډیرې هڅې کړی دی .
سعودی رژیم په مینځنی ختیځ کښې دامریکا اصلی متحد دی .
د سعودی عربستان له ولی عهد محمد بن سلمان سره د امریکا د ولسمشر ټرمپ کتنه په داسې حال کښې وشوه چې درې (۳)کاله کیږی سعودی عربستان دامریکا په ملاتړ سره دیمن په خلکو حملوته دوام ورکړی دی .
په یمن د سعودی عربستان په یرغل کښې تراوسه څه دپاسه څوارلس زره (۱۴۰۰۰)ملکی خلک وژل شوی چې اکثره یې ښځې او ماشومان دی او ددغه جنګ په وجه په میلیونوخلک کډوال شوی هم دی .
امریکا او سعودی عربستان په مینځنی ختیځ کښې د ترهګرۍ داصلی ملاتړو په توګه د عراق ، سوریې ، یمن او د لیبیا وغیره دخلکو په وژلو کښې اصلی رول لری .
ایران په سیمه کښې دامریکا او دسعودی عربستان دچورلیز له اقداماتو او دسیسو سره په مقابلې کښې اساسی رول لری .