پاکستان دهند سیکانو ته د ترهګرۍ روزنه ورکوی
-
هندوستان او پاکستان د کشمیر د مالکیت پرسر له یوبل سره زیات اختلافات لري او تل یو بل له ترهګرۍ په ملاتړ تورنوي .
ټایمز اف اینډیا (Times Of India)ورځپاڼې پرون راپور ورکړ د هندوستان د کورنیو چارو وزارت پارلمان ته په یوه(۱) راپور کښې ادعا وکړه سیک(Sikh) ځوانان پاکستان ته په ورتلو سره د جاسوسۍ ادارې ایی ایس ایی (ISI) په مرکزونو کښې دترهګرې روزنې کوی .
په دغه راپور کښې ویل شوی دی چې دهندوستان سیک ځوانان په پاکستان کښې دترهګرۍ د روزنې د پړاو له بشپړولو وروسته د ورانکارو حملو د ترسره کولو لپاره هیواد ته بیرته ستنیږی .
مخکې هم دهندوستان د کورنیو چارو یوه(۱) سلاکار وزیر ویلی وو په دغه هیواد کښې څه دپاسه شپیته(۶۰) ترهګرې ډلې فعالیتونه کوی چې کابو څلوردیرش(۳۴) یې په ختیځې صوبې مانیپور کښې دیره دی او په دوې کښې له اکثرو ترهګرو ډلو سره خارجی هیوادونه په تیره بیا پاکستان مالی مرستې کوی .
دهندوستان دغه سلاکار وزیر سیک(Sikh) ډلې د بیلتون غوښتنې په هڅو تورنې کړی او ویې ویل ځینې سیک (Sikh) ډلې له هندوستان څځه د یوه (۱)خپلواکه هیواد د جوړولو غوښتونکی دی .
هندوستان او پاکستان د کشمیر د مالکیت پرسر له یوبل سره زیات اختلافات لری او تل یو بل له ترهګرۍ په ملاتړ تورنوی .