دامریکا سناتورانو ولسمشر ټرمپ ته خبرداری ورکړ
https://parstoday.ir/ps/news/world-i67836-دامریکا_سناتورانو_ولسمشر_ټرمپ_ته_خبرداری_ورکړ
یو ایس ای ټوډې (USA Today)ورځپاڼې راپور ورکړ دامریکا په ولسمشر ټرمپ نیوکه کونکی او د جنوبی کیلی فورنیا ایالت د ریپبلیکن ګوند سناتور لینډسی ګراهام (Lindsey Graham) د ځانګړی لوې څارنوال د څنګ ته کولو په اړه ولسمشر ټرمپ ته خبرداری ورکړ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 22, 2018 01:44 Asia/Kabul
  • د امریکا د ولسي جرګې کانګرس(Congress) ویندوی پال رایان(Paul Ryan) ډاډ ورکړ ولسمشر ډونالډ ټرمپ به ځانګړی څارنوال رابرټ مولر له کاره لیری نکړي .
    د امریکا د ولسي جرګې کانګرس(Congress) ویندوی پال رایان(Paul Ryan) ډاډ ورکړ ولسمشر ډونالډ ټرمپ به ځانګړی څارنوال رابرټ مولر له کاره لیری نکړي .

یو ایس ای ټوډې (USA Today)ورځپاڼې راپور ورکړ دامریکا په ولسمشر ټرمپ نیوکه کونکی او د جنوبی کیلی فورنیا ایالت د ریپبلیکن ګوند سناتور لینډسی ګراهام (Lindsey Graham) د ځانګړی لوې څارنوال د څنګ ته کولو په اړه ولسمشر ټرمپ ته خبرداری ورکړ .

هغه وویل د ځانګړی څارنوال رابرټ مولر (Robert Mueller)احتمالی څنګ ته کیدل به  د داسې کړکیچ د رامینځته کیدا سبب شی چې په نهایت به کښې په خپله د ولسمشر ډونالد ټرمپ د استیضاح (Impeachment)سبب  شی .

دامریکا دغه سناتور وویل ما داسې کومې نښې نښانې نه دی لیدلی  چې د امریکا د ولسمشر  ټرمپ او د روسیې ترمینځ کوم ساز باز وی نو  ځکه خو ځانګړی څارنوال رابرټ  مولر له کاره نشی لیرې کیدلای .

دامریکا له  اریزونا ایالت څخه د ریپیلیکن ګوند بل سناتور جیف فلیک(Jef Flake) هم د ځانګړی څارنوال رابرټ مولر له کاره د څنګ ته کولو په بڼه کښې د ولسمشر ټرمپ د استیضاح احتمال ورکړ او په یوه(۱) پیغام کښې یې وویل زه له ولسمشر غواړم چې ځانګړی څارنوال له کاره لیری نکړی .

دامریکا ولسمشر ټرمپ په پرله پسې ډول  دروسیې په اړه د ځانګړی څارنوال رابرټ مولر په څیړنیو نیوکې کړی او په تیرو ورځو کښې یې هڅه کړی ده هغه له کاره لیرې کړی .

له دې سره سره د امریکا د ولسی جرګې کانګرس(Congress) ویندوی پال رایان(Paul Ryan) وړمه ورځ ډاډ ورکړ ولسمشر ډونالډ ټرمپ به ځانګړی څارنوال رابرټ مولر له کاره لیری نکړی .