خدای پاک دې زمونږ د مسلمانانو زړونه یوبل ته نږدې کړي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i173424-خدای_پاک_دې_زمونږ_د_مسلمانانو_زړونه_یوبل_ته_نږدې_کړي
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د اسلامي هیوادونو مشرانو ته د لوی اختر د مبارکۍ په پیغام کښې وویل خدای پاک ج دې زمونږ د مسلمانانو زړونه یوبل ته لا پسې نږدې کړي.
(last modified 2026-05-26T22:56:13+00:00 )
May 27, 2026 03:21 Asia/Kabul
  • خدای پاک دې زمونږ د مسلمانانو زړونه یوبل ته نږدې کړي

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د اسلامي هیوادونو مشرانو ته د لوی اختر د مبارکۍ په پیغام کښې وویل خدای پاک ج دې زمونږ د مسلمانانو زړونه یوبل ته لا پسې نږدې کړي.

هغه په خپله ایکس پاڼه کښې د اسلامي هیوادونو له مشرانو سره د خبرو اترو خبر ورکړ او د لوی اختر په مناسبت یې ورته مبارکۍ وویله.

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د عراق، د عمان، د قطر، د ترکیې، د  تاجیکستان، د مصر، د قیرقیزستان او د اذربایجان جمهوریت له مشرانو سره خبرو کښې د لوی اختر په مناسبت د مبارکۍ په ویلو سره هیله وکړه چې خدای پاک ج دې زمونږ د مسلمانانو زړونه یوبل ته له ډیر نږدې کړي.

هغه هیله وکړه چې په ټولو ډګرونو کښې د  ملګرتیاو د پراخیدا او د ګواښونو په مقابل کښې له یوبل څخه د هراړخیزه ملاتړ  کتونکي ووسو.