دیمن چارواکی دهیوادونو په چپتیا نیوکه وکړه
https://parstoday.ir/ps/news/world-i67840-دیمن_چارواکی_دهیوادونو_په_چپتیا_نیوکه_وکړه
زمونږ خبریال وایی د یمن د لوړې سیاسی شورا مشر صالح صماد پرون په صنعا کښې د سویډن د بهرنیو چارو دوزیر له ځانګړی استازی «هانس پیټر »سره په کتنې کښې وویل سعودی عربستان په پیسو سره ډیر هیوادونه دیمن دمیلیونو خلکو پرضد د جنایتونو په وړاندې چپ کړی دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 22, 2018 01:11 Asia/Kabul
  • خو امریکا هماغه راز په سعودي عربستان وسلې خرڅوي او پرون یې له ریاض سره د دوه سوه (۲۰۰)میلیارډه ډالرو په ارزښت دوسلو تړونونه هم لاسلیک کړل .
    خو امریکا هماغه راز په سعودي عربستان وسلې خرڅوي او پرون یې له ریاض سره د دوه سوه (۲۰۰)میلیارډه ډالرو په ارزښت دوسلو تړونونه هم لاسلیک کړل .

زمونږ خبریال وایی د یمن د لوړې سیاسی شورا مشر صالح صماد پرون په صنعا کښې د سویډن د بهرنیو چارو دوزیر له ځانګړی استازی «هانس پیټر »سره په کتنې کښې وویل سعودی عربستان په پیسو سره ډیر هیوادونه دیمن دمیلیونو خلکو پرضد د جنایتونو په وړاندې چپ کړی دی .

هغه وویل دیمن په چارو کښې دملګروملتونو دنوی استازی مارټین ګریفیټس(Martin Griffiths) بریالیتوب د سولې دخبرو لپاره دهغه لخوا د معلوم چوکاټ له ټاکلو او له بې پلویتوب سره اړه لری .

د یمن دلوړې سیاسی شورا مشر صالح صماد وویل مونږ دسولې په خبرو کښې له مقابل لوری سره  تفاهم ته درسیدا لپاره زیاته ملګرتیا وکړه  خو تیریګرو ونه منله .

هغه وویل زمونږ دریځ سوله غواړی دی او هماغه راز سولې ته درسیدا لپاره خپل لاسونه اوږدوو .

دبشری حقوقو ډیرو موسسو او  ډلو په امریکا او اروپایی هیوادونو غږ کړی دی چې دیمن دخلکو پرضد د سعودی عربستان دجنایتونو دبندولو لپاره په دغه هیواد د وسلو خرڅول بند کړی  خو امریکا هماغه راز په سعودی عربستان وسلې خرڅوی او پرون یې له ریاض سره د دوه سوه (۲۰۰)میلیارډه ډالرو په ارزښت دوسلو تړونونه هم لاسلیک کړل .