فرانسه د کاربندیز له امله په ټپه دریدلې ده
دفرانسې په هوائی الوتونو کې د پرواز کنټرولونکومامورانو دکاربندیز په پیلیدا سره ایئرفرانس هوائی شرکت هم اټکل کړی دی ، چې د دغه شرکت په الوتونو کې به هم خار پار رامینځةشی .
فرانس ۲۴ټیلیویژنی چینل راپورورکړی،د فرانسې په روغتونونو،ښونځیو، هوائی ډګرونو او ټرانسپورتی برخو کې دبشپړ کاربندیز په بیلیدو سره نن په ټپه دریدلې او میلیونونو خلک ئې لالهانده کړی دی .
راپور ښئ په دغه راپور سره همداراز په فرانسې کې په هرو لسو ریل ګاډو کې به یوازې څلور ریل ګاډی حرکت وکړی او د ښارونو ترمینځ دارتباط لپاره به هم د ریل ګاډو تګ راتګ تر پنځه ویشت فی صدو پورې کم وی .
هغه څه چې مسافران اندیښمنوی ، د دغه کاربندیز نیټه ده چې تر درو میاشتو پورې اعلان شوې ده .
دفرانسې په هوائی الوتونو کې د پرواز کنټرولونکومامورانو دکاربندیز په پیلیدا سره ایئرفرانس هوائی شرکت هم اټکل کړی دی ، چې د دغه شرکت په الوتونو کې به هم خار پار رامینځةشی .
همدااوس دپاریس دهوائی ډګرونو الوتونه تر دیرش فی صدو پورې لغوه شوی دی.
د فرانسې په ښونځیو کې هم کاربندیز خور شوی دی ، دصنفی ټولنو په وینا، په لومړنیو ښونځیو او وړکتونونو کې هم پنځه ویشت فی صده زده کونکی له کاربندیز او هړتالونو سره لاس اوګریوان دی . همداراز وئیل کیږی چې په فرانسې کې نوره به لسګونو اورګانونه او دبیلابیلو فعالیتونو څانګې هم له کاربندیزونو سره مخ شوی دی ، چې دفرانسې واکوالان ئې لالهانده کړی دی .