پاریس جامعې ایټمی موافقې ته بشپړ پابند دی
داروپائی اتحادې دبهرنی سیاست مسئولې میرمن فډریکا موګرینی ، او همداراز ا روپائی هیوادونو چارواکو هم په همداوروستیو کې په کرتو ټینګار کړی ، جامعه ایټمی موافقه یوه نړیواله موافقه ده او له دغې نړیوالې موافقې بشپړ ملاتړ کوی .
مهر خبری اژانس راپور ورکړ دفرانسې خارجه وزارت بیګا دیوې اعلامیې په خپرولو سره په دې خبرې په ټینګار سره چې مهمه ده ، ایټمی موافقه وساتل شی ، روښانه کړې ، فرانسه په دې لاره کې له خپلو اروپائی شریکانو سره یو ځای حرکت کوی .
دفرانسې خارجه وزارت په دغې اعلامیې کې همداراز روښانه کړې ، په اوسنۍ مرحلې کې ،امریکا دغه موافقه اجرا کوی ، پاریس هیله مند دی ، امریکایان همدغه وضعیّت ته دوام ورکړی .
داروپائی اتحادې دبهرنی سیاست مسئولې میرمن فډریکا موګرینی ، او همداراز ا روپائی هیوادونو چارواکو هم په همداوروستیو کې په کرتو ټینګار کړی ، جامعه ایټمی موافقه یوه نړیواله موافقه ده او له دغې نړیوالې موافقې بشپړ ملاتړ کوی .
داپه داسې حال کې دی چې ایم ایس این بی سی ټیلیویژنی چینل راپور ورکړی ، دامریکا داستخباراتی ادارې آئی ایس آئی پخوانی مشر جان برنن د خپل هیواد د اوسنی ولسمشر په بې ثباته شخصیّت په سختو نیوکو سره د جامعې ایټمی موافقې په وړاندې د هغه بې ثباته چلند دخپل هیواد لپاره یوه خطرناکه لوبه بللې او روښانه ئې کړې ده ، ډونالډ ټرمپ ښودلې ده چې په نړیوالو چارو کې هیڅ فهم او درک نه لری او هغه یو بې لیاقته ،خیانتکار ،دروغجن او بې صداقته کس دی .