دغوطه شرقی حرستا سیمه په کامل ډول ازاده شوه
-
په تیرې پنجشنبې ورځ هم څلور سوه دیارلس(۴۱۳) نور ترهګر د غوطه شرقي له «حرستا» سیمې وتلي وو .
زمونږ خبریال وایی د سوریې پوځ د «ریف دمشق »په غوطه شرقی سیمه کښې د خپلو پرمختګونو په دوام کښې پرون بریالی شو« حرستا »سیمه په کامل ډول دترهګرو له نیواک څخه ازاده کړی .
د ریف دمشق ولایت په غوطه شرقی سیمه کښې د سوریې دعسکرو پرمختګ هماغه راز دوام لری او تراوسه اتیا(۸۰) فیصده سیمې دترهګرو له وجود څخه پاکې شوی دی .
دسوریې عسکرو د خلکو دملاتړ لپاره د فرورۍ دمیاشتې له شپږویشتمې(۲۶) نیټې راهسې له ترهګرو د غوطه شرقی سیمې د پاکولو عملیات پیل کړی دی .
غوطه شرقی دسوریې پلازمینې دمشق ته نږدې یوه (۱)ستراتیژیکه سیمه ده چې دترهګرو ډلو په نیواک کښې ده او ترهګر اکثره له دغه سیمې په پلازمینې دمشق حملې کوی او بې ګناه خلک وژنی .
بل خبر داچې څلورسوه شل(۴۲۰) ترهګر په شلو (۲۰)بسونو کښې له غوطه شرقی سیمې څخه د سوریې په شمال لویدیځ کښې ادلب ولایت ته ولاړل .
پرون څلورسوه پنځو(۴۵۰) نور ټروریسټان هم په نولسو(۱۹) بسونو کښې له دغه سیمې ادلب ولایت ته تللی وو.
په تیرې پنجشنبې ورځ هم څلور سوه دیارلس(۴۱۳) نور ترهګر د غوطه شرقی له «حرستا» سیمې وتلی وو .