نوی دسیسې امریکا ته د عربستان د ولی عهد ډالۍ ده
https://parstoday.ir/ps/news/world-i67908-نوی_دسیسې_امریکا_ته_د_عربستان_د_ولی_عهد_ډالۍ_ده
دعربو دچارو سیاسی شناند« حافظ البشاره» د عراق له «المعلومه» خبری اژانس سره په مرکه کښې امریکا ته دسعودی عربستان د ولی عهد محمد بن سلمان سفر د عراق په شمول د مینځتی ختیځ پرضد د نویو دسیسو او پلانونو حامل وباله .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 24, 2018 01:22 Asia/Kabul
  • سعودي عربستان له امریکا او انګلستان سره یوځاې په سیمه او نړۍ کښې د اکثرو ترهګرو ډلو اصلي جوړونکی او مرسته کونکي دیکتاتور رژیم دی .
    سعودي عربستان له امریکا او انګلستان سره یوځاې په سیمه او نړۍ کښې د اکثرو ترهګرو ډلو اصلي جوړونکی او مرسته کونکي دیکتاتور رژیم دی .

دعربو دچارو سیاسی شناند« حافظ البشاره» د عراق له «المعلومه» خبری اژانس سره په مرکه کښې امریکا ته دسعودی عربستان د ولی عهد محمد بن سلمان سفر د عراق په شمول د مینځتی ختیځ پرضد د نویو دسیسو او پلانونو حامل وباله .

هغه په سپینې ماڼۍ کښې د عراق له حکومت سره د مرستې په هکله  د توافق په اړه د امریکا دولسمشر ټرمپ او د عربستان د ولی عهد  محمد بن سلمان ادعا تبلیغاتی دروغ وباله او ویې ویل ددغه موافقې هدف له سرزورو ډلو او بعثیانو سره مرسته کول دی چې د روان میلادی کال د می دمیاشتې په دولسمه نیټه د انتخاباتو په شمول  دعراق په سیاسی بهیر کښې د لاسوهنې لپاره له هغوې استفاده وکړی .

دعربو دچارو سیاسی شناند حافظ البشاره وویل سعودی عربستان په سیمه کښې دامریکا پوځی شتون ته د روا والی د وربخښلو لپاره د  امریکا مټ او په سیمه کښې د بې ثباتۍ د دوام په نتیجه کښې د کړکیچ او نښتو د زیاتولو په هدف سره د واشنګټن د دسیسو اجرا کونکی دی .

امریکا په سعودی عربستان د یو (1)میلیارډ ډالرو په ارزښت سعودی عربستان ته د کابو ۶۶۰۰ توغندیو د ورکولو موافقه وکړه .

سعودی عربستان له امریکا او انګلستان سره یوځاې په سیمه او نړۍ کښې د اکثرو ترهګرو ډلو اصلی جوړونکی او مرسته کونکی دیکتاتور رژیم دی .