په فرانسې کښې درې کسان ووژل شول
https://parstoday.ir/ps/news/world-i67910-په_فرانسې_کښې_درې_کسان_ووژل_شول
زمونږ خبریال وایی په فرانسې کښې دداعش ترهګرې ډلې دیوه(۱) غړی په حمله کښې چې د مراکش وسیدونکی دی درې(۳) کسان وژل شوی او پولیسو په ځوابی حملې کښې برید کونکی هم وژلی دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 24, 2018 01:58 Asia/Kabul
  • عیني کتونکي وویل د داعش ډلې له دغه ترهګر سره  چاقو ، ټوپک او لاسي بم ورسره وه .
    عیني کتونکي وویل د داعش ډلې له دغه ترهګر سره چاقو ، ټوپک او لاسي بم ورسره وه .

زمونږ خبریال وایی په فرانسې کښې دداعش ترهګرې ډلې دیوه(۱) غړی په حمله کښې چې د مراکش وسیدونکی دی درې(۳) کسان وژل شوی او پولیسو په ځوابی حملې کښې برید کونکی هم وژلی دی .

برید کونکی د« الله اکبر» په شعار سره یوه (۱)مارکیټ ته ورغی او هلته یې یوشمیر کسان یرغمل کړل او هغه دفرانسې په کاغکاسون او نږدې سیمې عکاقت کښې درې حملې وکړې او پکښې درې(۳) کسان مړه او شپاړس(۱۶) نور ژوبل شول .

د مراکش دغه داعشی ټروریسټ دفرانسې په «کاغکاسون» سیمه کښې د یوه(۱) ټاکسی د موټروان په ژوبلو او د یوه مسافر په وژلو سره ګاډی وتښتوه او بیا یې په یوه(۱) پولیس ډزوسره هغه ژوبل کړل .

دغه ترهګر بیا یوه مارکیټ ته ورغی او هلته یې تر دریو(۳)ساعتونو پورې درې(۳) کسان یرغمل کړل او دوه(۲) یې ترې ووژل .

عینی کتونکی وویل د داعش ډلې له دغه ترهګر سره  چاقو ، ټوپک او لاسی بم ورسره وه .