امریکا په عراق کښې پوځی شتون غواړی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i67912-امریکا_په_عراق_کښې_پوځی_شتون_غواړی
زمونږخبریال وایی دعراق د پارلمان له فیصلې او په خپل هیواد کښې د امریکا د عسکرو دشتون له دوام سره د هیواد دخلکو له زیاتو مخالفتونو سره سره د امریکا یوه(۱) چارواکی په عراق کښې د خپل هیواد دعسکرو دشتون په دوام ټینګار وکړ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 24, 2018 02:10 Asia/Kabul
  • دعراق اکثره خلک او پارلمان په هیواد کښې د امریکا دپوځیانو دشتون خلاف دي .
    دعراق اکثره خلک او پارلمان په هیواد کښې د امریکا دپوځیانو دشتون خلاف دي .

زمونږخبریال وایی دعراق د پارلمان له فیصلې او په خپل هیواد کښې د امریکا د عسکرو دشتون له دوام سره د هیواد دخلکو له زیاتو مخالفتونو سره سره د امریکا یوه(۱) چارواکی په عراق کښې د خپل هیواد دعسکرو دشتون په دوام ټینګار وکړ .

دعراق په لویدیځ کښې دامریکا د عملیاتو دقوماندنۍ ویندوی« ډبیلو ویلسوم» وویل په دغه هیواد کښې د امریکا د پوځی اقدام  د پینځلسو(۱۵)کلونو له تیریدا سره سره اوس هم په عراق کښې دامریکا د عسکرو دشتون ضرورت شته .

دعراق« سومر نیوز» اینټرنیټ پاڼې راپور ورکړی امریکا دداعش پرضد له جنګ څخه په سیمه کښې دخپلو عسکرو دپاتې کیدا لپاره دیوې پلمې په توګه استفاده کوی .

دعراق اکثره خلک او پارلمان په هیواد کښې د امریکا دپوځیانو دشتون خلاف دی او له خپل هیواده د دغو بهرنیو عسکرو د وتلو غوښتنه کوی .

په عراق کښې د داعش ترهګرې ډلې له ماتی وروسته امریکا اوس په دغه هیواد کښې دنورو ترهګرو ډلو د جوړولو او ورسره دمالی مرستو کولوکوشش کوی .