کشمیر کښې هندي ځواکونو دوه بریدګر وژلي دي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i67924-کشمیر_کښې_هندي_ځواکونو_دوه_بریدګر_وژلي_دي
د هند تر کنټرول لاندې کشمیر کښې دوه بریدګر له هندي ځواکونو سره په نښته کښې ووژل شول.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 24, 2018 10:50 Asia/Kabul
  • کشمیر کښې هندي ځواکونو دوه بریدګر وژلي دي

د هند تر کنټرول لاندې کشمیر کښې دوه بریدګر له هندي ځواکونو سره په نښته کښې ووژل شول.

د هندوستان پولیسو ویلي چې دا نښته بیګا د کشمیر د مرکز سرینګر ښار د سویل په ۸۳ کیلومیټرۍ کښې په دوورو کلي کښې رامینځته شوه.

هندي پولیسو همداشان ویلي چې په یاده نښته کښې پوځي ځواکونو ته هیڅ تاوان نه دی رسیدلی.

د ویلو ده چې د هند تر کنټرول لاندې کښې ناکرارۍ او شخړې د ۲۰۱۶ کال د جولایۍ له اتمې نیټې زیاتې شوې دي او په دې موده کښې پر کشمیري معترضانو د هند د امنیي ځواکونو د بریدونو له امله له څلورو سوو زیات کسان وژل شوي او زرګونو نه زخمي شوي دي.