دمصر اخوان السملین پلویان دحملې مسول دی
-
نن په مصر کښې تر دریو(۳) ورځو پورې د ولسمشرۍ انتخابات ترسره کیږي .
ایرنا خبری اژانس وایی د مصر دکورنیو چارو وزارت د اخوان المسلمین پلوی ډلې په اسکندریه ښار کښې دترهګرې حملې چې دوه (۲)پولیس پکښې مړه او پینځه(۵) نور ژوبل شوی وو عاملې وبللې .
دمصر دکورنیو چارو وزارت پرون وویل پولیسو په اسکندریه ښار کښې د ترهګرې حملې د عاملانو په پټنځاې حملې شپږ (۶)کسان ووژل .
دمصر د امنیت ادارې د اطلاعاتو پراساس دغو شپږو۶) وژل شویو کسانو ماموریت درلود چې په اسکندریه ، البحیره او کفر الشیخ ولایتونو کښې د هیواد په مهمو حکومتی مرکزونو او چارواکو حملې وکړی .
د مصر چارواکی په داسې حال کښې دهیواد په شخصیتونو د حملې تور په اخوان السلمین ډلې لګوی چې دغه ډلې ددغو تورونو په ردولو سره ویلی دی دوې په تاوتریخجنو اقداماتو باور نلری .
نن په مصر کښې تر دریو(۳) ورځو پورې د ولسمشرۍ انتخابات ترسره کیږی .