جان بولټن د اسلام او مسلمانانو ضد څیره ده
-
امریکا باید د روسیې ، چین، شمالي کوریا او دایران په وړاندې خپل یرغلیز وسونه پیاوړي کړي .
زمونږ خبریال وایی دامریکا هافینګټن پوسټ ورځپاڼې د ملی امنیت سلاکار جان بولټن د مسلمانانو او اسلام ضد کس معرفی کړ .
دغه ورځپاڼې ولیکل جان بولټن چې دامریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هغه د ملی امنیت د سلاکار په توګه انتخاب کړی دی له اسلام سره جنګ کونکی او له اسلام څخه دخلکو د ویرولو دودونکی دی او هغه په امریکا کښې د مسلمانانو ضد ډلو سره نږدې اړیکې لری .
دغه ورځپاڼې وویل دامریکا دملی امنیت نوی سلاکار جان بولټن له ۲۰۱۳ میلادی کال راهسې د ګیټ اسټون د اسلام ضد دفکر کوټې مشر هم دی .
دامریکا دملی امنیت نوی سلاکار جان بولټن پرون له نیویارک ټایمز ورځپاڼې سره په مرکه کښې د اټومی تړون پرضد د ولسمشر ټرمپ د کړچار ملاتړ وکړ .
هغه د امریکا د ولسمشر ټرمپ د ادعاګانو په تکرارولو سره اټومی تړون بده موافقه وبلله او ویې ویل دوخت په تیریدا سره دغه تړون ښه کیږی نه .
دامریکا دغه جنګ غواړی سیاستوال وویل امریکا باید د روسیې ، چین، شمالی کوریا او دایران په وړاندې خپل یرغلیز وسونه پیاوړی کړی .