دیمن عسکرو په سعودی عربستان څو توغندی ویشتلی
-
د سعودي عربستان لخوا د یمن له هراړخیزه کلابندۍ سره سره ددغه هیواد دولسي کمیټیو او دپوځ دفاعي وسونه ورځ تر بلې د پیاوړي کیدا په حال کښې دي .
العالم ټیلی ویژن نن سهار دیمن د عسکرو لخوا دسعودی عربستان په هوایی ډګرونو د توغندوی د حملو خبر ورکړ .
دغه راپور وایی دیمن عسکرو د سعودی عربستان په پلازمینې ریاض ښار کښې د باچا خالد په نړیوال هوایی ډګر د برکان ایچ دوه(Burkan H2) ډوله توغندی حمله وکړه .
په ریاض کښې په یوه کور د توغندی د ټوټې د غورځیدا په پیښه کښې د مصر یو ښاریز وژل شوی او دوه نور ژوبل شوي هم دي .
دیمن عسکرو دغه راز د سعودی عربستان په جنوب کښې په عسیر ولایت کښې د ابها (Abha)په سیمه ییز هوایی ډګر هم د قاهر ایم دوه ډوله توغندی حمله وکړه .
دیمن عسکرو د سعودی عربستان په جنوب کښې د جیزان په هوایی ډګر او څو نورو سیمو هم د څو بلاسټیک توغندیو بریدونه وکړل .
په داسې حال کښې چې سعودی عربستان د پلازمینې ریاض دپاسه د یوه توغندی په شمول دځینو توغندیو د مخه دنیولو او نسکورولو خبر ورکړی دی دیمن پوځ ویلی دی چې ددوې توغندی له مخکې څخه په نښه شویو هدفونو لګیدلی دی .
د سعودی عربستان لخوا د یمن له هراړخیزه کلابندۍ سره سره ددغه هیواد دولسی کمیټیو او دپوځ دفاعی وسونه ورځ تر بلې د پیاوړی کیدا په حال کښې دی .