پاکستان او امریکا باید ښې اړیکې ولری
https://parstoday.ir/ps/news/world-i68006-پاکستان_او_امریکا_باید_ښې_اړیکې_ولری
زمونږخبریال وایی د امریکا د سپینې ماڼۍ یوې لوړرتبه چارواکی لیسا کورټیس(Lisa Curtis) په واشنګټن کښې د پاکستان په سفارت کښې د دغه هیواد د ملی ورځې په مناسبت په یوې(۱) وینا کښې وویل پاکستان او امریکا په ګډه کار کولوسره ډیر څه لاس ته راوړلی شی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 26, 2018 01:52 Asia/Kabul
  • مونږ د پاکستان او دامریکا ترمینځ پیاوړي اړیکې غواړو کومې چې له چیلنج سره مخ شوي دي .
    مونږ د پاکستان او دامریکا ترمینځ پیاوړي اړیکې غواړو کومې چې له چیلنج سره مخ شوي دي .

زمونږخبریال وایی د امریکا د سپینې ماڼۍ یوې لوړرتبه چارواکی لیسا کورټیس(Lisa Curtis) په واشنګټن کښې د پاکستان په سفارت کښې د دغه هیواد د ملی ورځې په مناسبت په یوې(۱) وینا کښې وویل پاکستان او امریکا په ګډه کار کولوسره ډیر څه لاس ته راوړلی شی .

په امریکا کښې دپاکستان سفیر اعزاز احمد چوهدری هم وویل د امریکا او دپاکستان اړیکې باید په ډالرو سره تول نکړې شی .

د جنوبی اسیا او دمرکزی اسیا په چارو کښې دامریکا د ولسمشر ټرمپ   مرستیالی لیسا کورټیس وویل مونږ د پاکستان او دامریکا ترمینځ پیاوړی اړیکې غواړو کومې چې له چیلنج سره مخ شوی دی .

هغې دغه راز پاکستان ته په سفر کښې هم له پاکستان سره دنویواړیکو پرضرورت ټینګار کړی وو .