ټرمپ له برجامه وتلو ته چمتو دی
د سپینې ماڼۍ ویاند وویل: که په برجام کښې د امریکې د حکومت د نظر وړ بدلونونه را نه شي نو واشنګټن له دې نړیوالې موافقې وځي.
راج شاه بیګا وویل: د امریکې ولسمشر ډونلډ ټرمپ برجام یوه ډیره بده موافقه ګڼي.
د سپينې ماڼۍ دغه ویاند زیاته کړه: ټرمپ په کلکه په برجام (ایټمي موافقه) کښې که هغه د کانګرس په کچه وي او که د اروپايي انډیوالانو په ملګرتیا سره، د یولړ بدلونونو غوښتونکی دی.
همداشان د اسرائیلو د ټیلیویژن لسم چینل هم پرون مازیګر خبر ورکړی چې د صهیونیسټي رژیم وزیراعظم بنیامین نتانیاهو پرون په نیواکي قدس کښې د جرمني او فرانسې له خارجه وزیرانو هایکو ماس او ژان ایو لو ډریان سره په خپل ملاقات کښې وویل: که په برجام کښې د پام وړ بدلون را نه شي نو ټرمپ به د روان ۲۰۱۸ کال د مۍ په دولسمه نیټه له دې نړیوالې موافقې ووځي.
نتانیاهو په دغه کتنه کښې د ایران په میزائل دفاعي پروګرام پورې د ایټمي موافقې د اړوندیدو، بې له محدودیته د ایران پوځي ودانیو ته د لاسرسۍ او د ایران د یورانیمو د پخولو د محدودیت د زماني اندازې د ختمولو په شمول د ټرمپ شرطونه تکرار کړل او ټینګار یې وکړ چې د دې شرطونو د نه پوره کیدو په بڼه کښې، امریکا له ایټمي موافقې وځي.
د امریکې ولسمشر ډونلډ ټرمپ په دې ادعا سره چې د برجام په نوم د ایران او ۵+۱ ډلې ترمینځ شوې ایټمي موافقه یوازې د ایران ګټې تامینوي، د واشنګټن د ګټو په لړ کښې د دغې موافقې د مفادو د بدلون غوښتونکی دی او بنیامین نتنیاهو هم د ټرمپ ملاتړ کوي.
خو له بلې خوا د اروپايي اتحادیې د بهرني سیاست مسئولې فډریکا موګریني او د ایټمي موافقې نورو خواؤ په کراتو، په دې ټکي باندې په ټینګار سره چې (برجام) په نړیوالې ټولنې پورې اړه لري، ویلي دي: دا داسې موافقه نه ده چې په دوه اړخیزه توګه برابره شوې وي او د کوم بدلون امکان پکښې وي.