دافغانستان دحکومت او دطالبانو په خبرو ټینګار وشو
https://parstoday.ir/ps/news/world-i68100-دافغانستان_دحکومت_او_دطالبانو_په_خبرو_ټینګار_وشو
ایرنا خبری اژانس وایی د ازبکستان په پلازمینې تاشکند ښار کښې «په افغانستان کښې دامنیت دتامینیدا او د سیمه ییزې ملګرتیا » نړیوالې غونډې په خپلې پاییزې بیانیې کښې دطالبانو ډلې او د کابل دحکومت د خبرو اترو د پیلیدا پرضرورت ټینګار وکړ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 28, 2018 00:15 Asia/Kabul
  • طالبانو دافغانستان له حکومت سره هرډول خبرې د امریکا په مشرۍ دبهرنیو عسکرو له وتلو سره تړلي دي .
    طالبانو دافغانستان له حکومت سره هرډول خبرې د امریکا په مشرۍ دبهرنیو عسکرو له وتلو سره تړلي دي .

ایرنا خبری اژانس وایی د ازبکستان په پلازمینې تاشکند ښار کښې «په افغانستان کښې دامنیت دتامینیدا او د سیمه ییزې ملګرتیا » نړیوالې غونډې په خپلې پاییزې بیانیې کښې دطالبانو ډلې او د کابل دحکومت د خبرو اترو د پیلیدا پرضرورت ټینګار وکړ .

په دغه بیانیې کښې ویل شوی دی له طالبانو ډلې سره د شخړې په سیاسی ډول حل کول په افغانستان کښې د تاوتریخوالو د ختمیدا او د سولې د ټینګیدا لپاره ترټولو ښه لاره ده .

په دغه بیانیې کښې دغه راز له طالبانو غوښتنه شوی ده په افغانستان کښې د سولې او دثبات د ټینګیدا په زمینه کښې په رسمی ډول له حکومت سره د خبرو اترو د پیلولو لپاره چمتو والی اعلان کړی .

داپه داسې  حال کښې دی چې طالبانو دافغانستان له حکومت سره هرډول خبرې د امریکا په مشرۍ دبهرنیو عسکرو له وتلو سره تړلی دی