د ترکیې پوځیانو دسوریې تل رفعت ښار ونیوه
https://parstoday.ir/ps/news/world-i68112-د_ترکیې_پوځیانو_دسوریې_تل_رفعت_ښار_ونیوه
اناتولی خبری اژانس وایی دترکیې عسکرو د سوریې په شمال کښې د پوځی عملیاتو په دوام کښې عفرین ، الباب او حلب ښار ته نږدې تل رفعت (Tell Rifaat)ښار ونیوه .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 28, 2018 01:31 Asia/Kabul
  • ترکیه د سوریې په عفرین او نورو ډیرو ښارونو کښې دترهګرو ډلو اصلي ملاتړي ده .
    ترکیه د سوریې په عفرین او نورو ډیرو ښارونو کښې دترهګرو ډلو اصلي ملاتړي ده .

اناتولی خبری اژانس وایی دترکیې عسکرو د سوریې په شمال کښې د پوځی عملیاتو په دوام کښې عفرین ، الباب او حلب ښار ته نږدې تل رفعت (Tell Rifaat)ښار ونیوه .

د ترکیې عسکرو پرون په سیمه کښې د موجودو کرد ډلو لخوا له مقاومت سره  مخامخیدا پرته د تل رفعت ښار کنټرول په لاس کښې واخیست .

له دې مخکې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان دسوریې په شمال کښې د خپل هیواد دپوځ د عملیاتو هدف  تل رفعت(Tell Rifaat) ښار اعلان کړی وو .

دترکیې پوځ د روان میلادی کال د جنورۍ دمیاشتې له شلمې(۲۰) نیټې راهسې دسوریې د خلق مدافع ګوند، د سوریې د ډیموکراټیک اتحاد او د ترکیې د کردستان د کارګرانو ګوند پی کی کی له ځواکونو سره دمبارزې په هدف سره دسوریې په شمال کښې په عفرین ښار کښې عملیاتو ته دوام ورکړی دی .

دسوریې حکومت او ډیرو نورو هیوادونو د سوریې په  شمال کښې دترکیې پوځی عملیات په ککله غندلی دی .

ترکیه د سوریې په عفرین او نورو ډیرو ښارونو کښې دترهګرو ډلو اصلی ملاتړی ده .