د ترکیې پوځیانو دسوریې تل رفعت ښار ونیوه
-
ترکیه د سوریې په عفرین او نورو ډیرو ښارونو کښې دترهګرو ډلو اصلي ملاتړي ده .
اناتولی خبری اژانس وایی دترکیې عسکرو د سوریې په شمال کښې د پوځی عملیاتو په دوام کښې عفرین ، الباب او حلب ښار ته نږدې تل رفعت (Tell Rifaat)ښار ونیوه .
د ترکیې عسکرو پرون په سیمه کښې د موجودو کرد ډلو لخوا له مقاومت سره مخامخیدا پرته د تل رفعت ښار کنټرول په لاس کښې واخیست .
له دې مخکې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان دسوریې په شمال کښې د خپل هیواد دپوځ د عملیاتو هدف تل رفعت(Tell Rifaat) ښار اعلان کړی وو .
دترکیې پوځ د روان میلادی کال د جنورۍ دمیاشتې له شلمې(۲۰) نیټې راهسې دسوریې د خلق مدافع ګوند، د سوریې د ډیموکراټیک اتحاد او د ترکیې د کردستان د کارګرانو ګوند پی کی کی له ځواکونو سره دمبارزې په هدف سره دسوریې په شمال کښې په عفرین ښار کښې عملیاتو ته دوام ورکړی دی .
دسوریې حکومت او ډیرو نورو هیوادونو د سوریې په شمال کښې دترکیې پوځی عملیات په ککله غندلی دی .
ترکیه د سوریې په عفرین او نورو ډیرو ښارونو کښې دترهګرو ډلو اصلی ملاتړی ده .