په سوریې کښې د ترکیې دوه عسکر وژل شوی
Mar 28, 2018 01:38 Asia/Kabul
-
دسوریې په عفرین سیمه کښې دترکیې دپوځي علمیاتو په وجه په سلګونو خلک مړه او یا ژوبل شوي .
دسوریې سانا خبری اژانس راپور ورکړ په« عفرین»سیمه کښې په دوو(۲) بم چاودنو کښې د ترکیې دوه(۲) پوځیان او دسوریې درې(۳) عادی خلک ووژل شول .
دترکیې پوځ هم وویل ددغه هیواد دوه۲) پوځیان چې دسوریې په شمال کښې په عفرین سیمه کښې یې په پوځی عملیاتو کښې ګډون درلود پرون په بم چاودنه کښې ووژل شول .
خبری سرچینی وایی چې دسوریې په عفرین سیمه کښې په بلې بم چاودنې کښې دیوې کورنۍ درې(۳) غړی وژل شوی او یو(۱)بل ژوبل شوی هم دی .
دسوریې په عفرین سیمه کښې دترکیې دپوځی علمیاتو په وجه په سلګونو خلک مړه او یا ژوبل شوی او ډیر کورونه ،ښارګی او کلی وران شوی او په زرګونو خلک کډوال شوی هم دی .
ټیګونه