امریکا په پاکستان سیاسی بندیزونه لګولی شی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i68116-امریکا_په_پاکستان_سیاسی_بندیزونه_لګولی_شی
زمونږ خبریال وایی دامریکا فارن پالیسې(Foreign Policy) مجلې ایشوا کړی ده چې واشنګټن په پاکستان سیاسی پابندیانې لګولی شی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 28, 2018 01:58 Asia/Kabul
  •  امریکا په سیمه کښې د خپلو ګټو او چارواکو د ساتلو لپاره چې کوم اقدامات ضروري دي ترسره کولوته تیاره ده .
    امریکا په سیمه کښې د خپلو ګټو او چارواکو د ساتلو لپاره چې کوم اقدامات ضروري دي ترسره کولوته تیاره ده .

زمونږ خبریال وایی دامریکا فارن پالیسې(Foreign Policy) مجلې ایشوا کړی ده چې واشنګټن په پاکستان سیاسی پابندیانې لګولی شی .

دغه مجله زیاتوی امریکا دپاکستان دغیر ناټو اتحادی مقام په ختمولو هم غور کوی او له پاکستان سره بندې شوی مالی مرستې په دائمی ډول بندیدلی شی .

فارن پالیسی(Foreign Policy) مجله وایی چې دامریکا دولسمشر ټرمپ حکومت د پاکستان ځینو حکومتی چارواکو ته د ویزو د نه ورکولو په کار هم غور پیل کړی دی .

دغه مجله زیاتوی چې دامریکا لخوا له پاکستان سره دمالی مرستو له بندیدا سره سره چې له تیرو دوو(۲) میاشتو راهسې بندې شوی دی پاکستان په خپله خاوره کښې دافغانستان د وسله والو ترهګرو پرضد هیڅ اقدامات نه دی کړی .

فارن پالیسی (Foreign Policy)مجلې وویل امریکا په سیمه کښې د خپلو ګټو او چارواکو د ساتلو لپاره چې کوم اقدامات ضروری دی ترسره کولوته تیاره ده .