امریکا په پاکستان سیاسی بندیزونه لګولی شی
-
امریکا په سیمه کښې د خپلو ګټو او چارواکو د ساتلو لپاره چې کوم اقدامات ضروري دي ترسره کولوته تیاره ده .
زمونږ خبریال وایی دامریکا فارن پالیسې(Foreign Policy) مجلې ایشوا کړی ده چې واشنګټن په پاکستان سیاسی پابندیانې لګولی شی .
دغه مجله زیاتوی امریکا دپاکستان دغیر ناټو اتحادی مقام په ختمولو هم غور کوی او له پاکستان سره بندې شوی مالی مرستې په دائمی ډول بندیدلی شی .
فارن پالیسی(Foreign Policy) مجله وایی چې دامریکا دولسمشر ټرمپ حکومت د پاکستان ځینو حکومتی چارواکو ته د ویزو د نه ورکولو په کار هم غور پیل کړی دی .
دغه مجله زیاتوی چې دامریکا لخوا له پاکستان سره دمالی مرستو له بندیدا سره سره چې له تیرو دوو(۲) میاشتو راهسې بندې شوی دی پاکستان په خپله خاوره کښې دافغانستان د وسله والو ترهګرو پرضد هیڅ اقدامات نه دی کړی .
فارن پالیسی (Foreign Policy)مجلې وویل امریکا په سیمه کښې د خپلو ګټو او چارواکو د ساتلو لپاره چې کوم اقدامات ضروری دی ترسره کولوته تیاره ده .