دشمالی کوریا مشر چین ته ورغلی دی
-
د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون به د جنوبي کوریا له ولسمشر مون جی این(Moon Jae In) او دامریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره کتنه اوخبرې وکړي .
زمونږخبریال وایی چین دغه خبر تائید کړ چې دشمالی کوریا مشر کیم جونګ اون(Kim JONG un) پیکینک ته په سفر ورغلی او له ولسمشر شی جین پینګ(Xi Jinping) سره یې کتنه کړی او د کوریا دټاپووزمې د اټومی بې وسلې کیدا ژمنه یې کړی ده .
د چین شین هوا خبری اژانس په تیرو دوو(۲) ورځو کښې دډیرو راپورونو په تائیدولو سره وویل دشمالی کوریا مشر کیم جونګ اون له تیرې یکشنې ورځې راهسې تر نن ورځې پورې په غیر رسمی سفر پیکینګ ته ورغلی دی .
د شمالی کوریا مشر کیم جونګ اون د چین ولسمشر شی جین پینګ ته وویل په کوریا ټاپووزمې کښې حالات په ښه کیدا دی او زیاته یې کړه پیانګ یانګ د تاوتریخوالو دکمولولپاره هڅې کړی دی او د سولې دخبرو لپاره یې وړاندیزونه هم کړی دی .
دشمالی کوریا مشر کیم جونګ اون وویل دا زمونږپرله پسې دریځ دی چې د ارواښاد ولسمشر کیم ایل سونګ اود عمومی منشی کیم جونګ ایل له غوښتنې سره سم د کوریا دټاپووزمې د اټومی بې وسلې کیدا ته ژمن ووسو .
شمالی کوریا په تیرو څو کلونو کښې پرله پسې ډول د توغندیو له ازمویلو وروسته په ډیپلوماټیک ډول یو شمیر اقدامات پیل کړی دی .
د شمالی کوریا مشر کیم جونګ اون به په راتلونکی اپریل میاشت کښې د جنوبی کوریا له ولسمشر مون جی این(Moon Jae In) او په می میاشت کښې دامریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره کتنه اوخبرې وکړی .