د روهینګیا مسلمانانو خلاف د میانمار د پوځ جنایتونه روان دي
د میانمار د لویدیځ له راخین صوبې څخه د یو نوي فلم خپریدل د دغه هیواد د پوځ لخوا په یاده صوبه کښې د روهینګیا قام د مسلمانانو د کلیو د لوټل کیدو او ورانیدو د دوام ښودنه کوي.
ایرنا خبر ورکړی چې د میانمار له راخین ولایت څخه په نوې خپره شوې ویډیو کښې د دغې صوبې په منګداؤ سیمې د پوځ حملې لیدل کیږي چې له امله یې د روهینګیا مسلمانانو کورونه لوټل شوي او بیا سوزول شوي دي.
خبر زیاتوي چې د میانمار حکومت د راخین د حالاتو په هکله د رپورټ برابرولو لپاره دغې صوبې ته د خبریالانو د تګ اجازه نه ورکوي خو د نوې ویډیو جوړونکي وویل چې د میانمار ځینو پوځیانو ته د ډیرو پيسو په ورکولو سره دغې سیمې ته رسیدلی او د میانمار د پوځ له جنایتونو یې ویډیويي رپورټ برابر کړی دی.
د بشري حقوقو نړیوالو سازمانونو هم تراوسه داسې ډیر سپوږمکیز فلمونه خپاره کړي چې پکښې د میانمار د پوځ لخوا د روهینګیا مسلمانانو د سلګونو کلیو او بانډو ورانول لیدی شو.
دغو ارګانونو همداشان په خپلو مختلفو رپورټونو کښې د میانماري پوځیانو په لاس د ماشومانو او نوزیږو په شمول د روهینګیا مسلمانانو خلاف ډله ایز تیري او وژلې تاییدې کړې دي او هغه یې د بشري خلاف ستر جنایتونه بللي دي.