د مصر د ولسمشرۍ انتخابات پاې ته ورسیدل
https://parstoday.ir/ps/news/world-i68168-د_مصر_د_ولسمشرۍ_انتخابات_پاې_ته_ورسیدل
ایرنا خبری اژانس وایی د مصر د ولسمشرۍ درې(۳) ورځنی انتخابات چې له تیرې دوشنبې ورځې راهسې دهیواد په اوویشتو(۲۷) ولایتونو کښې پیل شوی وو بیګا پاې ته ورسیدل .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 28, 2018 23:49 Asia/Kabul
  • دمصر ځینو شخصیتونو هم د ولسمشرۍ د انتخاباتو بایکاټ کړی وو .
    دمصر ځینو شخصیتونو هم د ولسمشرۍ د انتخاباتو بایکاټ کړی وو .

ایرنا خبری اژانس وایی د مصر د ولسمشرۍ درې(۳) ورځنی انتخابات چې له تیرې دوشنبې ورځې راهسې دهیواد په اوویشتو(۲۷) ولایتونو کښې پیل شوی وو بیګا پاې ته ورسیدل .

دمصر  دانتخاباتو د ملی پلاوی ویاند محمود الشریف  ویلی وو د ولسمشرۍ د انتخابات د شپې نهه(۹) بجې پاې ته رسیږی خو د  رایو اچول یو(۱) ساعت تمدید شول .

هغه د ولسمشرۍ په انتخاباتو کښې د مصر دخلکو ګډون ډیر ښه او پراخ وباله .

دمصر د ولسمشرۍ انتخابات یوازې د اوسنی ولسمشر عبدالفتاح السیسی او د« الغد» ګوند د کاندید موسی مصطفی موسی په ګډون سره وشول .

د احمد شفیق ، سامی عنان او د څو نورو کسانو په شمول دمصر ‌ډیرو سیاسی شخصیتونو چې د ولسمشرۍ په انتخاباتو کښې د بریالی کیدا چانس یې درلود د ولسمشر السیسی دحکومت ددباو په  وجه د روان میلادی کال د ولسمشرۍ په انتخاباتو کښې په کاندید کیدا بریالی نشول .

دمصر ځینو شخصیتونو هم د ولسمشرۍ د انتخاباتو بایکاټ کړی وو .

د مصر اکثره سیاسی ګوندونه او شخصیتونه د ولسمشرۍ انتخابات د ولسمشر السیسی په وړاندې د جدی سیال د نه لرلو په دلیل یو تشریفاتی  اقدام ګڼی .