اروپایی اتحادیه په ایران دبندیزونو په فکر کښې ده
-
د بریتانیا ، فرانسې او د جرمني د خوښې وړ بندیزونه به دایران په سیمه ییزو فعالیتونو او توغندوي پروګرام کښې دخیل کسان په نښه کړي .
رویټرز خبری اژانس پرون دډیپلوماټیکو سرچینو په قول د ایران داسلامی جمهوریت پرضد دنویو بندیزونو دلګولو لپاره د بریتانیا ، فرانسې او د جرمنی د هڅې خبر ورکړ .
بریتانیا ، فرانسې او جرمنی اروپایی اتحادیې ته وړاندیز کړی دی چې د ایران د سیمه ییزو فعالیتونو او د توغندیو د پروګرامونو په پلمه دایران د اسلامی جمهوریت پرضد نوی بندیزونه ولګول شی.
ددغو بندیزونو تصویبیدا د اروپایی اتحادیې د ټولو اتویشتو(۲۸) غړیو هیوادونو مثبتو رایو ته اړتیا لری .
ددغه راپور پراساس د اروپایی اتحادیې دغړیو هیوادونو استازیو پرون په یوې(۱) غونډې کښې د ایران پرضد دنویو بندیزونو په لګولو غور وکړ .
رویټرز خبری اژانس وایی د اروپایی اتحادیې غړی هڅه کوی دغه بندیزونه ددغه اتحادیې دبهرنیو چارو دوزیرانو د اپریل دمیاشتې د شپاړسمې(۱۶) نیټې تر غونډې پورې فائنل(نهایی) شی .
د بریتانیا ، فرانسې او د جرمنی د خوښې وړ بندیزونه به دایران په سیمه ییزو فعالیتونو او توغندوی پروګرام کښې دخیل کسان په نښه کړی .
خو د اروپایی اتحادیې دبهرنی سیاست مشرۍ فیډریکا موګرینی په بروکسل کښې د دغه اتحادیې د خارجه وزیرانو له غونډې وروسته په تیرې دوشنبې ورځ ویلی وو په ایران دبندیز دلګولو لپاره هیڅ پلان نشته .
دامریکا ولسمشر ټرمپ په دې ادعا سره چې اټومی تړون یوازې دایران ګټې تامینوی د واشنګټن دګټو په لړ کښې په دغه موافقې کښې د بدلون د راوستلو غوښتونکی دی .