امنیت شورا په عربستان دتوغندیو ویشتل وغندل
https://parstoday.ir/ps/news/world-i68180-امنیت_شورا_په_عربستان_دتوغندیو_ویشتل_وغندل
فارس خبری اژانس وایی د ملګروملتونو امنیت شورا بیګا په یوې(۱) بیانیې کښې په سعودی عربستان د څو توغندیو په ویشتلو کښې د یمن د پوځ او د ولسی کمیټیو وروستی اقدام وغاند .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 29, 2018 01:05 Asia/Kabul
  • امنیت شورا له تیرو دریو(۳) کلونو راهسې هیڅکله په یمن کښې دسعودي عربستان تیري او جنایتونه نه  دي غندلي .
    امنیت شورا له تیرو دریو(۳) کلونو راهسې هیڅکله په یمن کښې دسعودي عربستان تیري او جنایتونه نه دي غندلي .

فارس خبری اژانس وایی د ملګروملتونو امنیت شورا بیګا په یوې(۱) بیانیې کښې په سعودی عربستان د څو توغندیو په ویشتلو کښې د یمن د پوځ او د ولسی کمیټیو وروستی اقدام وغاند .

دملګروملتونو امنیت شورا په داسې حال کښې په سعودی عربستان د یمن لخوا دتوغندیو ویشتل وغندل چې له تیرو دریو(۳) کلونو راهسې یې هیڅکله په یمن کښې دسعودی عربستان تیری او جنایتونه نه  دی غندلی .

دامنیت شورا لخوا په عربستان د توغندیو  د ویشتلو غندل په نیویارک کښې دملګروملتونو له سرمنشی انتونیو ګوتریش سره د سعودی عربستان د ولی عهد محمد بن سلمان له کتنې وروسته ترسره شول .

د عربستان ولی عهد محمد بن سلمان وړمه ورځ د ملګروملتونو له سرمنشی سره کتنه وکړه او هغه ته یې د یو(۱) میلیارډ ډالرو بانکی چیک ورکړ .

دملګروملتونو سرمنشی انتونیوګوترش هم په دغه کتنې کښې په یمن کښې دسعودی عربستان جنایتونو او درې(۳) کلن یرغل ته له پام کولو پرته له ملګروملتونو سره د عربستان دیو(۱) میلیارډه ډالرو د مرستې قدرونه وکړه .

دیمن پوځ او ولسی کمیټیو په تیرې دوشنبې ورځې سهار د سعودی عربستان رژیم جنایتونو او تیریو ته په ځواب کښې په پلازمینې ریاض کښې په «باچا خالد» نړیوال هوایی ډګر ، په عسیر سیمه کښې په ابها(Abha) سیمه ییز هوایی ډګر او په جنوب کښې په جیزان هوایی ډګر توغندی وویشتل .

سعودی عربستان د امریکا ، صهیونیسټ رژیم او دمتحده عربی اماراتو په ملاتړ سره د۲۰۱۵ میلادی کال له مارچ میاشتې راهسې په یمن پوځی تیریو او دغه راز له ځمکې ، هوا او سمندر څخه کلابندۍ ته دوام ورکړی دی .

په یمن کښې د سعودی عربستان او دهغه دملګرو هیوادونو جنګ غوښتنه تراوسه د څوارلس زره(۱۴۰۰۰) بې ګناه خلکو دوژل کیدا ، د لسګونو زرو نورو د ژوبلیدا او د میلیونو خلکو د کډوالیدا سبب شوی ده .