د سیمې د هیوادونو جغرافیه باید بدله نشی
-
له بده مرغه بهرنۍ لاسوهنې په سیمه کښې د جنګ او د وژلو د زیاتیدا سبب شوي دي .
زمونږ خبریال وایی داسلامی ایران ولسمشر حسن روحانی په باکو کښې د اذربایجان جمهوریت له ولسمشر الهام علی اف سره په ګډ خبری کانفرنس کښې په دې خبرې سره چې تهران او باکو دسیمې د مسائلو په اړه ګډ نظرونه لری او دواړه هیوادونه باوری دی چې دسیمې دهیوادونو مسائل باید له سیاسی لارې حل شی وویل دسیمې جغرافیه او د هیوادونو ځمکنۍ بشپړتیا باید بدله نشی .
دایران ولسمشر حسن روحانی پرون د اذربایجان جمهوریت له ولسمشر الهام علی اف سره له کتنې او د دواړو هیوادونو ترمینځ د ملګرتیا د اتو(۸) سندونو او تفاهم لیکونو له لاسلیک کیدا وروسته له هغه سره په ګډه خبری ناسته کښې وویل مونږ باوری یوو چې دیمن او دسوریې مشکلات له سیاسی لارې حل شی او ددغو مشکلاتو حل پوځی لاره نلری .
دایران ولسمشر وویل مونږخوشحاله یوو چې د«قره باغ» سیمې د مشکل دحل په زمینه کښې ښې سیاسی هڅې ترسره کیږی او مونږ باوری یوو چې دهیوادونو ځمکنۍ بشپړتیا او سیمه ییزه جغرافیه باید بدله نشی او نړیوال اصول باید د مسائلودحل لپاره وسیله ووسی .
دایران او د اذربایجان جمهوریت ولسمشرانو د تهران او د باکو داړیکو د پراختیا د چټک بهیر په هرکلی سره ټینګار وکړ مونږ هوډمن یوو په ټولو دلچسپۍ وړ برخو کښې دغه اړیکې له مخکې څخه زیاتې پراخې شی .
د اذربایجان جمهوریت ولسمشر الهام علی اف دسیمې دامنیت او دسولې د تامینولو لپاره د ایران د سیاست په ملاتړ سره وویل له بده مرغه بهرنۍ لاسوهنې په سیمه کښې د جنګ او د وژلو د زیاتیدا سبب شوی دی او هیڅ خارجی هیواد باید دسیمې دهیوادونو په کورنیو چارو کښې لاسوهنه ونکړی .