څلور کشمیریان د هندی پوځیانو په لاس ووژل شول
Mar 29, 2018 11:49 Asia/Kabul
هندی پوځیانو؛ څلور کشمیریان د ګولیو په ډزو ووژل.
زموږ د خبریال د راپور په اساس، نن د هند تر کنټرول لاندی کشمیر، د« راجوری » په سیمه کی، د هندی پوځیانو او وسله والو کسانو ترمنځ د نښتې له کبله، څلور کشمیریان وژل شوی، او نور دری تنه ټپیان شول.
له بلې خوا؛ هندی پوځیانو؛ دری کشمیریان د« شوپیان » په سیمه کی، د ګولیدو په ډزو ژوبل کړل.
د هندی پوځیانو په وسیله؛ د دغو څلورو کشمیریانو له وژل کیدو وروسته، د کشمیر د شوپیانو سیمې خلګو، د دغو پوځیانو د جنایتونو په اعتراض کی مظاهری وکړې.
کشیمری مظاهره چیان؛ د کشمیر د خلګو په نسبت، د هندی امنیتی ځواکونو د جنایتونو په غندلو سره، له کشمیر څخه د هندی پوځیانو د وتلو غوښتونکی شول.