د روسیې دډیپلوماټانو ایستل د سوړ جنګ یادونه کوی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i68240-د_روسیې_دډیپلوماټانو_ایستل_د_سوړ_جنګ_یادونه_کوی
زمونږ خبریال وایی د ملګروملتونو سرمنشی« انتونیو ګوترش» له ځینو هیوادونو د روسیې د ډیپلوماټانو په ایستل کیدا اندیښنې سره وویل اوسنی شرایط د ساړه جنګ یادونه کوی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 30, 2018 00:28 Asia/Kabul
  • چین د کوریا په ټاپووزمې کښې د مسائلو د حل لپاره مهم لوبغاړی ګڼل کیږي .
    چین د کوریا په ټاپووزمې کښې د مسائلو د حل لپاره مهم لوبغاړی ګڼل کیږي .

زمونږ خبریال وایی د ملګروملتونو سرمنشی« انتونیو ګوترش» له ځینو هیوادونو د روسیې د ډیپلوماټانو په ایستل کیدا اندیښنې سره وویل اوسنی شرایط د ساړه جنګ یادونه کوی .

دامریکا په شمول د اروپایی  اتحادیې ډیرو هیوادونو او دغه راز ناټو له بریتانیا سره د  خپل پیوستون دښودلولپاره له خپلو هیوادونو په تیرو څو ورځو کښې د روسیې د څه دپاسه یوسل پنځوسو(۱۵۰) ډیپلوماټانو دایستل کیدا خبر ورکړ .

د انګلستان او د روسیې یوه(۱) دوه ګوڼه جاسوس سرګی سکریپال(Sergei Skripal) او د هغه لور  دمارچ دمیاشتې په څلورمه(۴) نیټه په بریتانیا کښې په داسې موادو سره چې لندن ادعا کوی پوځی کیمیاوی مواد وو مسموم کړی شو .

بریتانیا روسیه د «سکریپال »و دهغې د لور د مسموم کولومسوله ګڼی .

د ملګروملتونو سرمنشی انتونیو ګوترش پرون وویل له ځینو هیوادونو د روسیې د ډیپلوماټانو ایستل رامینځته شوی شخړې نورې هم زیاتولی شی .

هغه د شمالی او دجنوبی کوریا د مشرانو راتلونکی کتنې ته په اشارې سره وویل د کوریا د ټاپووزمې دمسلې حل دخبرو اترو دوام ته ضرورت لری .

دملګروملتونو سرمنشی انتونیو ګوترش چین ته دشمالی کوریا دمشر کیم جون اون په سفر دخوشحالۍ په څرګندولوسره وویل چین د کوریا په ټاپووزمې کښې د مسائلو د حل لپاره مهم لوبغاړی ګڼل کیږی .