اټومی تړون یو نړیوال قانون دی
Mar 30, 2018 01:07 Asia/Kabul
-
دایران او دپینځه جمع یوې ډلې دغړیو هیوادونو ترمینځ اټومي تړون له ۲۰۱۶کال راهسې اجرا شوی .
ایرنا خبری اژانس وایی د ملګروملتونو د سرمنشی دسیاسی چارو مرستیال جیفری فیلټمین (Jeffrey Feltman) اټومی موافقې داسې تړون وباله چې د امنیت شورا د ۲۲۳۱ پریکړه لیک په ملاتړ سره په یوه (۱)نړیوال قانون بدل شوی دی .
هغه چې په ملګروملتونو کښې یې ماموریت په راتلونکو دوو(۲) ورځو کښې پاې ته رسیږی خبریالانو ته وویل که چیرې په ۲۲۳۱ پریکړه لیک کښې د امنیت شورا اتحاد ماتی وخوری په ورته موردونو کښې به ددغه شورا اغیزشیندنه له مینځه لاړه شی او دغه چاره به پښیمانې ځان پسې ولری .
دایران او دپینځه جمع یوې ډلې دغړیو هیوادونو ترمینځ اټومی تړون له ۲۰۱۶کال راهسې اجرا شوی خو امریکا ددغه ډلې دیوه(۱) غړی په توګه تل ددغه تړون په لاره کښې خنډونه جوړوی .
ټیګونه