دترهګرو تر ختمیدا پورې دایران او روسیې ملګرتیا دوام لری
https://parstoday.ir/ps/news/world-i68502-دترهګرو_تر_ختمیدا_پورې_دایران_او_روسیې_ملګرتیا_دوام_لری
زمونږخبریال وایی د ایران د فاع وزیر امیر حاتمی په سوریې کښې د ترهګرۍ تر کاملې ختمیدا پورې د ماسکو او دتهران د ملګرتیا په دوام ټینګار وکړ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 04, 2018 01:51 Asia/Kabul
  • د ماسکو اوم (۷)نړیوال امنیتي کانفرنس د سیمه ییزو او نړیوالو مسائلو په چورلیزتوب سره نن په ماسکو کښې جوړیږي .
    د ماسکو اوم (۷)نړیوال امنیتي کانفرنس د سیمه ییزو او نړیوالو مسائلو په چورلیزتوب سره نن په ماسکو کښې جوړیږي .

زمونږخبریال وایی د ایران د فاع وزیر امیر حاتمی په سوریې کښې د ترهګرۍ تر کاملې ختمیدا پورې د ماسکو او دتهران د ملګرتیا په دوام ټینګار وکړ .

دایران دفاع وزیر چې د ماسکو په امنیتی کانفرنس کښې د ګډون لپاره روسیې ته تللی دی  پرون مازیګر د روسیې له دفاع وزیر سرګی شایګو سره په کتنې کښې په دې خبرې سره چې د تهران او د ماسکو ملګرتیا دهغه ژمنې پراساس چې دترهګرو د له مینځه وړلو لپاره یې کړی وه عملی شوه وویل ایران هغې ژمنې ته  چې د روسیې په شمول یې له خپلو شرکاو سره لری وفادار دی .

د ایران دفاع وزیر حاتمی په دې خبرې سره چې د روسیې او دایران پوځی اړیکو ښه وده کړی ده وویل  ایران د ماسکو امنیتی کانفرنس ته زیات اهمیت ورکوی او ددغه کانفرنس په ټولو پړاونو کښې یې ګډون کړی دی .

د روسیې دفاع وزیر سرګی شایګو هم په دغه کتنې کښې د ماسکو په امنیتی کانفرنس کښې د ایران د شتون په قدرونې سره وویل تهران او ماسکو د یوبل په  ملګرتیا سره بریالی شول د سوریې زیاتې سیمې له ترهګرو ازادې کړی .

د ماسکو اوم (۷)نړیوال امنیتی کانفرنس د سیمه ییزو او نړیوالو مسائلو په چورلیزتوب سره نن په ماسکو کښې جوړیږی او دنړۍ دکابو دیرشو(۳۰) هیوادونو دفاع وزیران او دبیلابیلو هیوادونو لوړرتبه چارواکی په دغه دوه (۲)ورځنی کانفرنس کښې ګډون کوی .