ترکیې د سوریې شمالی سیمو ته نورې وسلې واستولې
https://parstoday.ir/ps/news/world-i68736-ترکیې_د_سوریې_شمالی_سیمو_ته_نورې_وسلې_واستولې
ایرنا خبری اژانس وایی د ترکیې پوځ پرون په سوریې کښې د خپلو عسکرو دملاتړ لپاره د «حماه» ولایت شمالی سیمو ته نوی پوځی تجهیزات واستول .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 08, 2018 00:58 Asia/Kabul
  • دترکیې پوځ او دهغه دملاتړ وړ ترهګرو د روان میلادي کال د مارچ دمیاشتې په اتمه(۸) نیټه دسوریې په شمال کښې عفرین ښار ونیوه .
    دترکیې پوځ او دهغه دملاتړ وړ ترهګرو د روان میلادي کال د مارچ دمیاشتې په اتمه(۸) نیټه دسوریې په شمال کښې عفرین ښار ونیوه .

ایرنا خبری اژانس وایی د ترکیې پوځ پرون په سوریې کښې د خپلو عسکرو دملاتړ لپاره د «حماه» ولایت شمالی سیمو ته نوی پوځی تجهیزات واستول .

په دغو نویو تجهیزاتو کښې سل(۱۰۰) درانه ګاډی او پنځوس ټرکونه  چې تدارکاتی وسائل پکښې بار وو شامل دی .

دترکیې دغه نوی تجهیزات او درانه ګاډی او وسلې دسوریې د حماه ولایت د مورک(Murak) ښار په خوا کښې دیره شوی دی .

د «احرار الشام» او د «فیلق الشام»  دترهګرو ډلو غړیو دترکیې د دغو پوځی تجهیزاتو بدرګه کوله .

دترکیې پوځ او دهغه دملاتړ وړ ترهګرو د روان میلادی کال د مارچ دمیاشتې په اتمه(۸) نیټه دسوریې په شمال کښې عفرین ښار ونیوه .

سوریې په ځلونو په خپله خاوره کښې د ترکیې پوځی عملیات یو(۱) نیواکګر اقدام بللی او هغه یې دخپلې واکمنۍ خلاف ورزۍ بللی او دغه کار یې غندلی دی .