ترکیې د سوریې شمالی سیمو ته نورې وسلې واستولې
Apr 08, 2018 00:58 Asia/Kabul
-
دترکیې پوځ او دهغه دملاتړ وړ ترهګرو د روان میلادي کال د مارچ دمیاشتې په اتمه(۸) نیټه دسوریې په شمال کښې عفرین ښار ونیوه .
ایرنا خبری اژانس وایی د ترکیې پوځ پرون په سوریې کښې د خپلو عسکرو دملاتړ لپاره د «حماه» ولایت شمالی سیمو ته نوی پوځی تجهیزات واستول .
په دغو نویو تجهیزاتو کښې سل(۱۰۰) درانه ګاډی او پنځوس ټرکونه چې تدارکاتی وسائل پکښې بار وو شامل دی .
دترکیې دغه نوی تجهیزات او درانه ګاډی او وسلې دسوریې د حماه ولایت د مورک(Murak) ښار په خوا کښې دیره شوی دی .
د «احرار الشام» او د «فیلق الشام» دترهګرو ډلو غړیو دترکیې د دغو پوځی تجهیزاتو بدرګه کوله .
دترکیې پوځ او دهغه دملاتړ وړ ترهګرو د روان میلادی کال د مارچ دمیاشتې په اتمه(۸) نیټه دسوریې په شمال کښې عفرین ښار ونیوه .
سوریې په ځلونو په خپله خاوره کښې د ترکیې پوځی عملیات یو(۱) نیواکګر اقدام بللی او هغه یې دخپلې واکمنۍ خلاف ورزۍ بللی او دغه کار یې غندلی دی .
ټیګونه