دسوریې په الباب سیمه کښې چاودنې ۱۳ کسان وژلی
Apr 08, 2018 01:28 Asia/Kabul
-
د جیش الاسلام ترهګره ډله له دوما د ملکی خلکو د وتلو مخه نیسی او په مظاهره چیانو ډزې هم کوی .
مهر خبری اژانس راپور ورکړ دسوریې په شمال کښې په الباب ښار کښې په یوې(۱) زوروې بم چاودنې کښې چې یوه(۱) جومات ته نږدې شوی ده دیارلس(۱۳) کسان وژل شوی دی .
دسوریې الباب ښار د ترکیې د عسکرو په نیواک کښې دی .
بل خبر دا چې جیش الاسلام ترهګرې ډلې په دوما(Douma) سیمه کښې د حکومتی عسکرو د پرمختګ د مخنیوی لپاره ماینونه ښخ کړی دی خو د سوریې حکومتی عسکر دغه ماینونه شنډوی او خپل پرمختګ ته دوام ورکوی .
د سوریې عسکرو دغه راز په دوما سیمه کښې د جیش الاسلام وهابی صهیونیسټی تکفیری ترهګرې ډلې په مرکزونو له څو خواو حملې کړی دی .
د روسیې دفاع وزارت هم وویل د جیش الاسلام ترهګره ډله له دوما د ملکی خلکو د وتلو مخه نیسی او په مظاهره چیانو ډزې هم کوی .
ټیګونه