د بریتانیا دحکومت مخالف ګوند په سوریې حمله وغندله
https://parstoday.ir/ps/news/world-i69174-د_بریتانیا_دحکومت_مخالف_ګوند_په_سوریې_حمله_وغندله
زمونږ خبریال وایی د انګلستان دحکومت دمخالف ګوند مشران ټینګار کوی چې په سوریې باندې حملې کښې دلندن له ګډون څخه مخکې باید له پارلمان سره مشوره شوی وائ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 15, 2018 02:09 Asia/Kabul
  •  په سوریې د امریکا، انګلستان او دفرانسې له  جنایتکاره حملو وروسته ددمشق او دنورو سیمو خلکو  دحکومت په ملاتړ کښې مظاهرې وکړې .
    په سوریې د امریکا، انګلستان او دفرانسې له جنایتکاره حملو وروسته ددمشق او دنورو سیمو خلکو دحکومت په ملاتړ کښې مظاهرې وکړې .

زمونږ خبریال وایی د انګلستان دحکومت دمخالف ګوند مشران ټینګار کوی چې په سوریې باندې حملې کښې دلندن له ګډون څخه مخکې باید له پارلمان سره مشوره شوی وائ .

د انګلستان لومړۍ وزیره میرمن ټریسا مې (Theresa May) د پارلمان له اجازې پرته  په سوریې باندې دامریکا او دفرانسې په حملې کښې د ګډون لپاره د خپل هیواد عسکرو ته دحکم دورکولو په وجه د پارلمان دغړیو لخوا له سختې نیوکې سره مخ ده .

دانګلستان خلکو دغه راز دپارلمان د باندې د لومړۍ وزیرې میرمن ټریسامې (Theresa May) او دحکومت پرضد مظاهرې وکړې او په سوریې دخپل هیواد حمله یې په کلکه وغندله .

د بریتانیا لومړۍ وزیرې تریسا مې(Theresa May) چې هیواد یې له امریکا، فرانسې ، سعودی عربستان، صهیونیسټ رژیم ، قطر، ترکیې ، متحده عربی اماراتو، اردن ، بحرین او کویت وغیره سره یوځاې په سوریې ،عراق او نورو ډیرو هیوادونو کښې دترهګرو ډلو ستر ملاتړی دی وویل چې په سوریې حمله د بشری چارو په خاطر شوی ده .

بل خبر داچې په سوریې د امریکا، انګلستان او دفرانسې له  جنایتکاره حملو وروسته ددمشق او دنورو سیمو خلکو  دحکومت په ملاتړ کښې مظاهرې وکړې او دخارجی هیوادونو یرغل یې په کلکه وغاند .