مطبوعاتو ته کتنه
https://parstoday.ir/ps/news/world-i69464-مطبوعاتو_ته_کتنه
د تهران چاپ د اعتماد په ورځپاڼه کی د افغانستان د ؤلس مشر له قوله په یو سرلیک لیکل شوی دی:« افغانستان له پاکستان سره د ټولو مسایلو حل کولو ته چمتو دى »
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 19, 2018 08:03 Asia/Kabul
  • مطبوعاتو ته کتنه

د تهران چاپ د اعتماد په ورځپاڼه کی د افغانستان د ؤلس مشر له قوله په یو سرلیک لیکل شوی دی:« افغانستان له پاکستان سره د ټولو مسایلو حل کولو ته چمتو دى »

ورځپاڼه په دوام کی لیکی: جمهور رئیس« محمد اشرف غنی » وایی، افغانستان چمتو دى، چې له دولت سره د دولت د مذاکراتو له لارې له پاکستان سره ټول مسایل په اساسی توګه حل کړی.

نوموړی دا خبره پرون، په ارګ کې د پاکستان لپاره د بریتانیا  له عالی کمېشنر« توماس ډریو » سره د لیدنې په مهال وکړه.

د جمهوری ریاست مطبوعاتی دفتر وایی، ؤلس مشر« اشرف غنی » د افغانستان او پاکستان ترمنځ د باور فضا رامنځته کېدل او د دواړو هېوادونو خلکو ته د هوسا او سوکاله ژوند برابرول مهم وبلل.

د نوموړی په وینا، سوله د افغانستان د خلکو اساسی غوښتنه او د حکومت مهم لومړیتوب دى، او خپلو هېوادوالو ته د آرام او سوکاله ژوند برابرولو لپاره دوى هر ډول اقدام ته چمتو دی.

بله خوا د پاکستان لپاره د بریتانیا عالی کمېشنر« توماس ډریو » د کابل او اسلام اباد ترمنځ له دولت سره د دولت مذاکراتو پیل، مثبت اقدام وباله او زیاته یې کړه؛ هېواد یې د دغه اقدام د هرکلی ترڅنګ په دې برخه کې هر ډول همکارۍ ته چمتو دى.

*******

 د تهران چاپ د اطلاعات په نړیوالو راپورونو کی راغلی دی: « سعودی عربستان؛ سوریه کې د ناتو ماموریت لاندی سرتیرو لیږلو ته آمادګی ښودلی »

 د سعودی عربستان بهرنیو چارو وزیر په وینا، دا هیواد آماده دی

ترڅو د نړیوال ائتلاف تر ماموریت لاندی، خپل پوځی ځواکونه سوریی ته واستوی.

عادل‌الجبیر چې په ریاض کې د ملګرو ملتونو له سرمنشی « انتونیو ګوترش » سره ګډې خبری غونډې ته څرګندونې کولې وویل، موږ په سوریه کې د شخړې له پیل راهیسې دغه هېواد ته د خپلو ځواکونو د استولو په اړه له امریکا سره خبرې کړی دی.

نوموړی وویل، د امریکا د پخوانی ولسمشر« بارک اوباما » له ادارې سره‌یې هم، سوریې ته د سعودی ځواکونو د لېږلو موضوع مطرح کړې وه.

تر دې وړاندې والسټریت ژورنال ورځپاڼې خبر ورکړی و، چې ولسمشر« ډونالد ټرمپ » هڅه کوی چې د عرب هېوادونو یو ګډ ځواک برابر کړی چې په سوریه کې د امریکایی پوځیانو ځای ونیسی.

دا پهداسې حال کې ده، چې سپینه ماڼۍ وایی، ولسمشر«ډونالد ټرمپ» غواړی له سوریې څخه امریکایی پوځیان وباسی، خو امریکایی چارواکو په دی اړه څه نه دی ویلی.

******

 د تهران چاپ د همشهری په ورځپاڼه کی تر دی سرټکی لاندی

چی« افغانستان کې امریکایی سمندری ځواکونو نوی ماموریت او په وړاندی یی بیلابیل نظرونه » په یو راپور کی لولو:

د دغه راپور له مخې، واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په نوی راپور کې راغلی دی چی امریکا بحری ځواکونه د افغانستان لپاره نوی ماموریت کې شامل شوی، او دا ماموریت به د وسله والو مخالفینو څخه د سیمو بیرته نیولو لپاره په کار یوړه شی.

د افغانستان د ولسی جرګې یو شمېر غړی د وسله‌والو مخالفینو پر وړاندې د دغو ځواکونو عملیات مهم بولی، او وایی چې دا ځواکونه کولای شی د حکومت له واکه وتلې سیمې بېرته ونیسی.

د یادې جرګې د دفاعی کمېسیون غړی« خالد پښتون » ویلی؛ چې په افغانستان کې د امریکا د سمندری ځواکونو مأموریت یوه اړتیا ده، خو تر څنګ ‌یې باید پر پاکستان هم فشارونه ډېر شی.

د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په نوی راپور کې راغلی دی؛ چې د امریکا سمندری ځواکونه د افغانستان لپاره په نوی مأموریت کې شامل شوی او دا مأموریت د هغې سیمو د بېرته نیولو لپاره دی چې دا مهال د وسله‌والو مخالفینو په واک کې دی.

په دغه راپور کې راغلی، دا وخت طالبان د افغانستان په ۵۶ سلنه

خاوره کې فعالیت لری، چې د امریکا سمندری ځواکونه به ‌یې د بېرته نیولو مأموریت پر مخ یوسی. په راپور کې د دغو ځواکونو د شمېر په اړه څه نه‌دی ویل شوی.

خو واشنګټن پوسټ ورځپاڼه لیکی؛ چې د امریکا سمندری ځواکونه په مخامخ جګړو کې برخه نه‌اخلی، بلکې د افغان ځواکونو سره به د وسله‌والو مخالفینو په ځپلو کې مرسته وکړی.

*******

د تهران چاپ د جام جم په ورځپاڼه کی دا سرلیک لیدل کیږی:

« هند د «باغ درې» او د«سروبی» دوهم بند جوړېدو ته لېواله دی »

هند د کاپیسا د باغ درې او د کابل د سروبی دوهم بند جوړېدو ته لېوالتیا ښکاره کړې ده.

د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزارت د عامه اړیکو رئیس« اصف غفوری » په کابل کې رسنیو ته وویل: چې هند پهخپله د دغو دوو بندونو د جوړېدو وړاندیز کړی دی، خو تر اوسه د دې پانګونو جزئیات نه دی ورکړل شوی.

د باغ درې بند د پنجشیر او غوربند پر سیندونو پروت دی چې ویل کېږی د درې سوه مېګا واټه برښنا ظرفیت به ولری.

د سروبی دوهم بند بیا د اټکل له مخې د نږدې ۱۰۰ مېګا واټه برښنا د تولید توان لری.

هند؛ تر دې مخکې په هرات کې د درې سوه میلیونه ډالرو په لګښت د سلما بند جوړ کړ. 

********

اوس هم د افغانستان د چارو په هکله د بهرنیو ورځپاڼو مطالبو ته لنډه کتنه کوؤ:

ډېلی مېل

ډېلی مېل ورځپاڼې په غور ولایت کې د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د غړو د تښتول کېدو او د رأی ورکولو د اسنادو سوځل کېدو ته کتلی دی.

د ورځپاڼې په وینا، دغه اقدام په افغانستان کې د انتخاباتو د ترسره کېدو په اړه اندېښنې راپورته کړې دی.

ډېلی مېل دې ټکی ته ډېر پام کړی چې د افغانستان د انتخاباتو

خپلواک کمېسیون چارواکو ویلی، د انتخاباتو پر وړاندې به د رأی

ورکونې لپاره د نوم ثبتولو د مرکزونو امنیت نیول لویه ننګونه وی.

چارواکو ورځپاڼې ته ویلی چې تمه لری په راتلونکو دوو میاشتو کې به د رأی ورکولو پر شرایطو برابر شااوخوا ۱۴ میلیونه کسان تر اوو زرو زیاتو نوم ثبتولو مرکزونو کې نومونه ثبت کړی.

ډېلی مېل دا هم لیکلی چې د افغانستان د ملی شورا او ولسوالیو شوراګانو د انتخاباتو پر وړاندې به امنیت تر ټولو لویه ستونزه وی چې انتخابات‌یې له درې کلونو راهیسې ځنډولی دی.

د ورځپاڼې په وینا تر امنیت وروسته لوژستیکی مسایل مطرح وو چې حکومت ورسره مخامخ دی.

ډیپلومات خپرونه

ډیپلومات خپرونې په افغانستان کې یوې بلې موضوع ته پام کړی دی.

ورځپاڼه لیکی، د افغانستان هوایی قواوې په درېیو کې یوه برخه حملې د «A-۲۹» الوتکو پهواسطه کوی.

 

ډیپلومات په دې اړه د افغانستان د دفاع وزارت ویاند«محمد رادمنش» له قوله لیکلی چې وایی، «A-29  » الوتکې د هېواد په ختیځ، جنوب، لوېدیځ او شمال کې هوایی حملې کوی.

خپرونه لیکی:

د امریکا پوځ ۴۲۷ میلیونه ډالره مصرف کړی چې د روان کال تر پایه افغانستان ته ۲۰ «A-29   » الوتکې انتقال شی.

اوس مهال له دغو الوتکو څخه ۱۲یې په افغانستان کې هوایی حملې کوی، او ټاکل شوې ده اته نورې الوتکې په راتلوتکې اوونۍ کې افغانستان ته انتقال شی.

د «A- 29  » ډول څخه سوپر ټوکانو الوتکې دوه انجنه لری چې د ترورېستانو پر ضد د عملیاتو لپاره جوړ شوی.

دا الوتکې دقیق ماشینونه لری او کولای شی ۲۲۶ کېلو ګرامه وزن لرونکی بمونه یوسی.

د ډیپلومات خپرونې په لیکنه، افغان هوایی ځواکونه چې ترڅو کلونو مخکې پورې ډېر ضعیف وو، اوس تجهیز شوی، او تمه لری چې په راتلونکو کلونو کې به افغانستان ۲۵۹ الوتکې ولری او پرسونل به‌یې هم ۱۲ زرو کسانو ته ورسېږی.